ډنمارک: حکومت د مسلمانو مېرمنو پر حجاب بندیز عملي کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبهو ۱۱زمري، ۱۳۹۷ل): ډنمارک کې حکومت د مسلمانو مېرمنو پر حجاب بندیز تېره ورځ عملي کړ.

د دې اروپايي هېواد پارلمان په می میاشت کې پرېکړه وکړه چې مسلمانې مېرمنې باید په عام محضر کې حجاب ونه کړي.

پارلمان وویل چې دا پرېکړه به د اګسټ له لومړۍ نېټې عملي کېږي، چې پرون د حکومت عسکرو په ښارونو مسلمانې مېرمنې په حجاب جرمانه کړې دي.

ډنمارکي حکومت د حجاب د بندېدو علت دا ښيي چې د مسلمانو مېرمنو پر سر پړوني د دوی د ډيموکراټيکو او سیکولر «ارزښتونو» خلاف دي.

امریکا غږ د ډنمارک د عدليې وزیر پاپ پاولسن په حواله وايي چې مسلمانې مېرمنې لومړی ځل له حجاب لیدو سره ۱۶۰ ډالره، که څلور ځله ولیدل شوه نو باید ۱۶۰۰ ډالره جریمه کېږي.

د دې قانون له مخې د ډنمارک حکومت امر کړی چې یا باید مسلمانې مېرمنې حجاب پرېږدي او یا هم نه شي کولی عامه ځایونو کې تګ را تګ وکړي.

تر دې وړاندې په فرانسه کې هم شاوخوا پنځه میلیوني مسلمان نفوس تر دې جبر لاندې ونیول شو، چې باید له سرونو پړوني وغورځوي کنه جریمه به شي.

تر هغه وړاندې په جرمني کې هم حکومت پر حجاب بندیز ولګاوه نږدې دوه کاله وړاندې د جرمني چارواکو دولتي مسلمانې مامورینې له دې منعه کړې چې پړوني پر سر دندو ته حاضرې شي.

په تېر میلادي کال کې اتریش کې هم په عامه ځایونو کې پړونی پر سر کول یا هم مخ پر ماسک پټول ناقانونه کار وګڼل شو.

د دې هېواد په وړکتونونو کې هم مسلمانې نجونې ورټل شوې او له دې منعه شوي چې پړوني پرسر وړکتونونو ته حاضرې شي.

پر دې سربېره بلجیم یو بل هغه هېواد دی چې د مسلمانو مېرمنو د پړونیو پر ضد يې حکومتي حساسیت په اوج کې دی.

نږدې دوه کاله وړاندې یوازې د هنګري حکومت پر مسجدونو او پړونیو بندیزونه بېرته لرې کړ.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د هند حکومت هم وویل، چې شاوخوا اوه میلیونه مسلمانان به له هندوستانه وشړي او له پنځو میلیونو به هندي تابعیت بېرته واخلي.

په ورته وخت کې د چین په لېنزیا کې حکومت امر کړی، چې مسلمانان ځوانان او پېغلې تر ۱۶کلنۍ پورې مسجدونو، دیني مدرسو او دیني مجلسونو ته نشي تللی.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له مسلمانانو او اسلامي ثقافت سره پر زور زیاتي لا هم د بشري حقونو په نامه نړیوال فعالان چوپه خوله دي.

تبصرې (2)

  • نو ولې زمونږ خیټور چوپ ناست دي ؟؟ دوی دې د مللې متحد او دبشرې حقوقو لوړې قضا ته شکایت او دعوه وکړي : په رسمي ځایو کې لکه وزارتونه ، او نور دولتي موسسات د پړومي تړل منعه کولی شي ځکه چې دولت له مذهبه بې پلوه ده او همدارنګه عیسوي او یهودي سیمبولونه هم منعه دي : خو په بازار ، مغازو اونورو غیرې رسمی ځایونوکې ددې کار منعه کول دانسان د طبعي او اصلي حقوقو خلاف او دغربي دیموکراسي دبنیاد یو خلاف حرکت دی ! یو به لوڅ ګرزي بل پټ د چا په چا کار نشته !!

  • حجاب یو تقریباً پراخ تعبیر درلودای شی خو هغه څه چه په ډنمارک یا ځینی نورو غربی هیوادو کی منع شویدی هغه نقاب دی نه دا معمولی ښځینه لباس کوم چه ترکان یا ایرانیان یا پاکستانیان ئې استعمالوی.
    زه خپله، هم د ځینو غربی هیوادونو ددې ډول پریکړو سخت مخالف یم او هغه د بشر د حقوقو او فردی آزادی ضد عمل ګڼم او هم په مغرب زمین کی د نقاب د کارَونی سخت مخالف یم او دا د وهابیزم یو احمقانه سمبول ګڼم. زه چه کله یو وهابی ووینم چه اوږده او له کنټروله وتلې ږیره او پورته پایڅې او د څوارلسو جیبونو سدرۍ د نقاب داره ښځی سره د مغرب زمین په کوڅو او بازارونو کی قدم وهی، سخته غُصه راشی نه پدې خاطر چه زه د نقاب د فرهنګ ضد یم بلکه پدې خاطر چه د ( هم غلط انتخاب په سم ځای کی او هم سم انتخاب په غلط ځای کی) فورمول صدق کوی.
    زما دا دریځ شاید ظاهراً متناقض وبرېښی خو توضیح می داده چه د نقاب د درنښت او ارزښت پخاطر په غرب کی د نقاب مخالف یم ځکه نقاب هغه وخت د پوره درناوی او ارزښت وړ دی چه حُرمت ئې هر ځای او همیشه خوندی وی، داسی نه شی کېدای چه د سوسیال او هوائي ګُمرک مامور ( د پاسپورټ د کنټرول پخاطر) او یا ډاکټر او پولیس او نورو مراجعو ته د نقاب پورته کول اِلزامی او ضروری وی خو د کوڅې او بازار خلګو ته د مخ ښکارېده یو حرام کار وی او د بندیز مخالفت ئې پدې پخاطر کوم چه دا یو شخصی انتخاب دی چه هیڅ قانون ئې باید د مخنیوی تلاښ ونه کی.
    هغه څه چه په غرب کی د نقاب د کاروَنی پخاطر ځوروونکې مسئله ده هغه داده چه نقاب یوازی او یوازی د ځینو مسلمانو ټولنو یو فرهنګی هویت دی بناً یو غربی د نقاب په لیدو سره ټول هغه غلط او منفی تبلیغات چه د اسلام په وړاندی تر سره کیږی ( خصوصاً د ښځو د حقوقو د پایمال! کېدو په هکله) په ډېره آسانی منی او ددې غلطو تبلیغاتو تر اغېز لاندی راځی.
    دا ټکی هم د یادولو وړ دی چه د نقاب د بندیز لګوونکو هیوادونو پټه کُسمادری او حرامزادګی پدې کی ده چه تر هغی ورځی پوری چه د وهابیت افراطی او منحرف تفکر او فعالیت د استعمار ګرانو په ګټه ؤ د نقاب د بندیز یا نه بندیز په فکر نه وه خو کله چه ددې افراطیونو د ماموریت او د مصرف نېټه پای ته ورسېده نو پر نقاب هم بندیز ولګېدی.
    عجیب پلیدی لوبی دی.
    غواړم یو بل مطلب هم عرض کړم چه شاید ګرانو لوستونکو ته په زړه پوری وی هغه دا چه:
    دلته د سویډن په هیواد کی تر اوسه د نقاب د کاروَنی په وړاندی بندیز ندی لګېدلی، د سوېډن خلګ ځانونه د نړۍ دموکرات ترین وګړی ګڼی، دا چه کله به د ځینو نورو اروپائي هیوادونو پر پَل قدم کښېږدی معلومه نده. دوه درې کاله مخکی د کوم ملی ښاری بس چلوونکی د کومی نقاب لرونکی مېرمن څخه جدّاً وغوښتل چه مخکی لدې چه په بس کی کښېنی باید خپل نقاب لیری کی څو د بس په تعبیه شوو کامرو کی ئې بڼه ثبت او ضبط شی خو یادی مېرمنی انکار وکړ، دواړو یو د بل په وړاندی مقاومت کاوه او بس هم ولاړ ؤ تر څو پولیس راغله او هغوی تشخیص وکړ چه ښځه کولای شی پخپل موجود حالت په بس کی کښېنی ، څو ساعته وروسته نقابداری مېرمنی د بس شرکت ته شکایت وړاندی کړ چه په پایله کی د بس ډرېور د خپلی دندی څخه ګوښه کړای شو چه نور ئې په ټول هیواد کی په ملی شرکتونو کی د دندی د اجراء حق هم سلب شو.
    سوېډن د شمالی اروپا یوازنی هیواد دی چه د همدې فردی انتخاب او آزادی پر بنسټ ئې د ګدائي اجازه ګدایانو ته ورکړېده که څه هم د مدنی او رفاهی ژوند منظره ئې لږ غوندی ور بدرنګه کړېده. په زړه پوری داده چه د ټولو غربی هیوادونو د فرهنګ او قانون خلاف، یوازنی هیواد دی چه د سِکس رانیول پکی سخت ممنوع دی او که یو نر د سِکس د رانیولو په سودا کی بالفعل ګرفتار شی په کونه ئې د چوڼۍ ګاډۍ ور منډی البته د سِکس خرڅوونکی یعنی ښځی ته جرم نه ګڼل کیږی.همدارنګه د ټولو اروپائی هیوادونو خلاف، د الکهولی څښاک رانیول فقط په ځانګړو او معدودو مغازو کی هغه هم په سیسټماټیک ډول تر سره کیږی، که کوم څوک په بازار او کوڅه او پارک او کوم بل عمومی محل کی نشه وی فوراً د پولیس لخوا توقیف خانې ته بېول کیږی د نشې تر رفع او لیکلی تعهد سپارلو وروسته بیرته خوشی کیږی، یوازنی اروپائی هیواد دی چه د نصوارو پلورنه او پېرودنه پکی قانونی ده او هغه سویډنی نصواریان چه د اروپا په نورو برخو کی اوسی کولای شی د پاسپورټ په ښودلو په مسکون هیواد کی د سویډن د کلتوری یا تجارتی مرکزونو څخه خپل نصوار تر لاسه کی.
    پدې سپینو ورېښتانو دی ځوانیمرګ شم که می دا پورته بیان د سویډن د ټولنی د توصیف په موخه وړاندی کړی وی بلکه فقط د یو لنډ معلومات پتوګه می وړاندی کړ.