فیسبوک پر داسې لارو غور کوي چې استعمال یې محدود شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د ټولنیزو شبکو مشهوره رسنۍ فیسبوک وایي چې دوی پر داسو لارو غور کوي چې د کاروونکو د روغتیا ساتلو لپاره د فیسبوک استعمال محدود شي.

دوی زیاتوي چې په فیسبوک کې زیات وخت تېرول شونې ده د کاروونکو پر روغتیا منفي اغیز ولري، ددې لپاره یې پریکړه کړې تر څو د کاروونکو پرمخ د فیسبوک د استعمال هغه موده چې دوی یې په ټولنیزو رسنیو ضایع کوي محدوده کړي.

له تیرې نیږدې مودې راهیسې د فیسبوک په استعمال کې حیرانونکی کمی راغلی چې له امله یې فیسبوک په لږ وخت کې د ۱۵۰ ملیارده ډالره تاوان او ستر شمېر کاروونکي له لاسه ورکړې دي.

تازه راپورونه وایي چې فیسبوک خپل تاوان او د محبوبیت کمېدل په نظر کې نیولو سره فکر کوي چې شاید فیسبوک د کاروونکو پر روغتیا منفي اغیز کړی، او همدا لامل دی چې کاروونکي یې فیسبوک پریښودلو ته اړ شوې دي.

فیسبوک او انسټګرام داسې ځانګړتیا وړاندې کوي چې په مرسته به یې کاروونکي د فیسبوک د استعمال موده محدوده کړي، دوی دغه کار وروسته له هغې کوي چې ګواکې ټولنیزې رسنیو نه دوامداره ګټه اخیستنه د انسان پر روحي او رواني روغتیا منفي اغیز کوي.

د فیسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ ددې نوې لارې په اړه وایي: «کوم وخت چې مونږ پر فیسبوک تیروو باید غوره، د روغتیا نه ډک او ګټور وخت تېر کړو».

په دې ځانګړتیا سره به د فیسبوک او انسټګرام کاروونکي وتوانېدلی شي چې خودکاره خبرتیاوې او داسې نور خبرونه چې نه یې غواړي وګوري د هر څومره مودې لپاره چې غواړي يې بندې کړي، او همدا ډول ددې شبکې نه د خپلې ګټې اخیستنې موده وټاکي، او د بشپړیدو خبرتیا هم ترلاسه کړي.

همدا ډول کاروونکي به کولای شي چې د خپل فیسبوک د استعمال وخت وټاکي، چې له دومره دقیقو یا ساعتونو نه تر دومره پورې به فیسبوک وکاروي او بیا به په خودکار ډول بند شي، دغه موده د ۱۵ دقیقو نه تر ۸ ساعتو پورې ده.

دا به د ټولنیزې شبکې کاروونکو پورې تړاو لري چې د خپلې روغتیا او رواني ناروغیو څخه د مخنیوي په خاطر د فیسبوک او انسټګرام نه د ګټې پورته کولو موده راټیټوي او که نه.

له تېر یو کال راهیسي د فیسبوک شبکه په امریکا او اروپا کې د سختو نیوکو او تورونو لاندې ده، چې په بله برخه کې د امریکا یو شمېر پوهنتونونو په ګډون څو نورو څیړنیزو مرکزونو هم دغه خبره تایید کړې وه چې د ټولنیزو شبکو نه زیاته موده د ګټې پورته کول روغتیایي تاوان لري.

د یادونې وړ ده چې څو میاشتې وړاندې فیسبوک ویلي وو، چې ددې شبکې زیات استعمال کیدای شي پر کاروونکو منفي اغیز وکړي او دوی له رواني ناروغیو سره مخ کړي، چې اوس یې په اړه پریکړه وکړه او ددغه کار د مخنیوي لپاره کار په سر دي.