fbpx

رئيس صاحب! تاسې دې ډاډه ياست

خالد رعد

سړي د مستطيل چارچوب په شکل مرتب ټول شوی څادر په اوږه واچاوه، ژړ رنګې تسبيح يې دواړو لاسونو کې ونيولې، ورو يې د خپل سلاکار غوږ ته خوله ورنژدې کړه او ويې ويل: نن مې په وطنوالو باندې د داعش د وحشتونو له امله ماغزه ايشيدلي، ښه نه ده چې له جدي خبرو ډک مطبوعاتي کانفرانس ورکړم؟

سلاکار: ښه خبره ده رئيس صيب! خو د داعش ريښې له دې ځايه غځېدلې او خورې شوې دي، هسې نه بيا مو اسمان ته توکلې لاړې په خپل مخ رالويدلې وي.

– بس چې ښه خبره ده، نور پکې (خو) مه اچوه، همدا د ولس د زړه خپلولو ښه موقع ده، عاجل امر وکړه چې ژورنالستان دې د خبري کانفرانس تالار ته ځانونه راورسوي.

سړي د سلاکار خبرې ته چندان توجه ونه کړه. څو ساعته وروسته يو برچه پک مامور د خبري کانفرانس د تالار دروازه پرانسته، د خبريالانو پس پسی شو او ژر ژر يې قلم و کاغذونه او مايکونه اماده کړل. له غوسې ډک سړی له خورا ترويو تندي سره تالار ته رادننه شو او بې له مقدمې يې پيل وکړ.

په خپل خاص انداز يې لومړی د لاسونو ګوتې يو په بل کې ننويستلې او ښه راغلاست يې ووايه، بيا يې د شهادت ګوته ژورنالستانو ته ونيوله او په نري اواز يې خورا په قهر وويل:

– په ننګرهار کې د وضعيت تر عادي کيدو بيړنی حالت اعلانوم.

– ځانګړو ملي ځواکونو ته مې امر وکړ چې ننګرهار ته عاجل ځانونه ورسوي.

– د ننګرهار چارواکو ته خبرداری ورکوم، چې د وکيلانو چاپړوسي پريږدي او خپلې دندې په ښه توګه اجراء کړي.

د سړي غوسه د عروج پر بام ولاړه وه، ځان يې نور هم جدي ښودلو ته جوړاوه، چې د خبريالانو د مبايلونو کړنګی شو، ټولو لومړی يو بل ته او بيا يې مکرافون ته ولاړ له غوسې ډک سړي ته وکتل، نه پوهيدل چې د خپلو دفترونو د رئيسانو تليفونونو ته ځواب وواي او که دې بې خرته له واکه وتلي سړي ته غوږ شي.

د سړي قهر نور هم د خبريالانو د حرکاتو سکناتو له امله له کنټروله بهر شو، زياته يې کړه:

– که له دې وروسته چارواکو ناغيړي وکړه، له دندې به يې ګوښه کړم او څارنوالۍ ته يې معرفي کوم.

څو خبريالانو، چې په سټيج ولاړ سړي پورې يې روزي چندان تړلې نه وه او د خارجيانو له ملاتړه برخمن او د هغوی په مهرباني يې نغری ګرم و، زړورتيا یې وکړه او خپله ګرځنده غوږۍ يې غوږ ته کړه.

– بلې رئيس صيب!

– دا دومره مهم کانفرانس نه دی، ژر له خپلو همکارانو سره په تماس کې شه، چې په جوزجان کې په دولتي چورلکو کې له طالبانو د خلاص شويو داعشيانو په اړه معلومات راټول کړي او عاجل خبر پرې نشر کړو، دفتر ته ځان راورسوه.

يو خبريال مايک په لاس ودريد او خپل کمره مين همکار ته يې اشاره وکړه چې له تالاره ووځي. کمره مين چې خپله حيراني کنټرولوله، په سټيج د ولاړ سړي غږ لوړ شو.

– تاسې خو لوستي او پوه خلک ياست، بايد د کانفرانس اصول او نزاکتونه مراعات کړئ! ما نه وينئ چې غږيږم، د دې لپاره مې راوغوښتئ چې زه خبرې وکړم او تاسې خپلمنځي پس پسی وکړی او تليفونونه ځواب کړئ.

له چوکۍ پورته شوی خبريال ولاړ پاتې شو، د خپل رزق منبع ورياده شوه چې د ده له پښو څخه نه وروځي؛ نو يې په زړورتيا وربيا کړه؟

– رئيس صيب! جوزجان کې طالبانو داعشيان پسې اخيستي او حکومتي چورلکو ترې ژغورلي دي، د دې مهم کار له امله له دفتر څخه راته امر وشو چې ستاسې کانفرانس پريږدم.

– دا خبره د نه منلو ده، زه هيچا ته اجازه نه ورکوم چې له داعش سره ګوتې پټې کړي او داعش هيڅکله د دې وړ نه بولم چې زمونږ امنيتي ارګانونه دې د جګړې له ډګره خوندي وباسي.

– رئيس صيب! تلويزيونونو مخامخ مرکې خپرې کړې او ټولې نړۍ ته يې په دولتي چورلکو کې ژغورل شوي داعشيان….

په دروازه کې د ولاړ برچه پک مامور وارخطا حالت او په بيړه د سټيج خوا ته منډې د خبريال خبرې پرې کړې، مامور د رئيس غوږ ته خوله ورنژدې کړه.

– د استخباراتي رياست لوړ پوړي کارمندان راغلي او د عاجل ملاقات غوښتنه کوي.
سړی د خبرو له اختتاميې او خدای پاماني پرته په راغلې لاره له تالاره ووتلو. شيبه وروسته استخباراتي مامورينو ته غوږ و.

– رئيس صيب! موږ خپلو داعشيانو ته ډير مهمات ورسول، خو له دې سره سره بلاخره د طالبانو د مقابلې توان اوبه شو. موږ مجبور شوو چې د چورلکو په توسط يې وژغورو. په لومړيو کې مو هڅه وه چې څوک پوه نه شي، خو متأسفانه چې د بيړني حالت له امله ټول جوزجان ولايت زمونږ چورلکې وليدلې، چې داعشيان مو پکې انتقالول، اوس لار رانه ورکه ده چې څه وکړو.

سړي جيب ته لاس کړ او مخامخ يې امريکايي سفارت ته زنګ وواهه. مقابل اړخ له بې وخته تماس څخه وپوهيد چې رئيس د وارخطايي ښکار شوی، له هلو پرته يې سمدستي ځواب ورکړ:

– پريشانه کيږه مه! د استخباراتو رئيس هم د همدې مشورې لپاره راغلی، زمونږ مشوره دا ده چې دې پېښې ته د تسليمي نوم ورکړل شي او رسنۍ تهديد شي، چې که يې واقعيت نشر کړ، خير به ونه ګوري.

د سړي ګونځې تندی لږ هوار شو، استخباراتي مامورين يې مامور کړل چې رسنيو سره عاجل تماسونه ونيسي او په پلان يې وپوهوي. دی لا هم له مامورينو سره په خبرو لګيا و چې د ماڼۍ شيشې د چورلکو درانه غورهار وشرنګولې.

بيرته يې خبرو ته دوام ورکړ، خو د تليفون زنګ ته انتخاب شوې د امريکايي ډم مايکل جکسن سندرې يې خبرې غوڅې کړې، د تڼۍ له کيکاږلو سره سم يې د ملي امنيت د رئيس غږ واوري.

– رئيس صيب! تاسې دې ډاډه ياست، چې زمونږ داعشي مشران مو د ملي امنيت تر مرکزي رياست پورې خوندي راورسول او افراد يې د جوزجان ولايت په امنيتي رياست کې ځای پر ځای شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د