fbpx

جاپان د مسلمانانو لپاره ګرځنده مسجد جوړ کړی/ ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ زمری، ۱۳۹۷ل): جاپاني پوهانو د مسلمانانو لپاره د ګرځنده مسجد جوړ کړی، دغه مسجد په یوه ستر موټر کې جوړ شوی چې د خلکو په غوښتنه به د یو ځای نه بل ځای ته په اسانۍ انتقالیږي.

د جاپان هېواد حکومت د مذهبي چارو او کلتور وزیر پریکړه کړې چې د اولمپکس سیالیو په جریان کې (په ۲۰۲۰م کې جاپان کې ترسره کیږي) به د مسلمانانو لپاره د لوبغالي په یوه برخه کې ګرځنده مسجد موجود وي، چې دوی په کې خپل عبادت په اسانۍ سره ترسره کولای شي.

دوی زیاتوي چې جاپان کې له ۷ ملیونو څخه زیات مسلمانان ژوند کوي او شونې ده د نړۍ د نورو برخو نه دغې سیالیو ته بې شمېره مسلمانان راشي، ددوی د عبادت د اسانتیا لپاره ګرځنده مسجدونه جوړ شوي دي.

دغه ګرځنده مسجدونه به د جاپان په ټویټا ښار سربېره هر هغه ښار کې موجود وي چیرته چې د اولمپک سیالۍ ترسره کیږي.

دغه مسجدونه چې په یو ستر موټر کې جوړ شوي، شاوخوا ۴۸ میټره کوټه لري، په یو وخت د ۵۰ مونځ کونکو وړتیا لري او د امام لپاره ځانګړی د اوداسه ځای هم جوړ شوی، د عامو خلکو د اودس لپاره هم ځانګړی ځای جوړ شوی.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې په ۲۰۱۶م کال کې په اندونیزیا ښار کې د یوه مذهبي تنظیم لخوا د محلي او سیاحتي مسلمانانو د اسانتیا لپاره ګرځنده مسجدونه جوړ شوي وو.

ویډیو دلته وګورئ!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د