د ملي لوبډلې مشر اصغر ستانکزي خپل نوم په «اصغر افغان» بدل کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې مشر چې له دې وړاندې د محمد اصغر ستانکزي په نوم یادیده له دې وروسته به په محمد اصغر افغان یادیږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ فیسبوکپاڼې خبر سره سم ویل شوي چې محمد اصغر افغان ملي هویت ته د احترام په پار خپل تخلص څخه بدل کړ.

اصغر افغان دا اقدام د بریښنايي پيژندپاڼې ته د نوم لیکنې پر مهال وکړ او خپله نوې تذکره یې د محمد اصغر افغان په نوم ترلاسه کړه.

نوموړي د نوم بدلولو په اړه خوښي وښوده چې له دې وروسته به د افغان ویاړلی کلمه د هغه د نوم برخه وي او زیاته یې کړه چې د نړۍ په هر ځای کې مونږ ته د افغانانو خطاب کیږي، دا زمونږ ملي وجیبه او وجداني دنده ده چې په خپل هویت ویاړ وکړو.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان ملي لوبډله دا مهال په انګلستان کې په تمریناتو بوخته ده، چې د اګست میاشتې له شلمې نیټې څخه به د ایرلینډ سره شل اوریزې او یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي.