fbpx

په اسلام کي د سيکولريزم حکم

ليکونکی : ابوالوفاء

لويو اسلامي علمای کرامو اسلام، اسلامي هيوادونو، مسلمانانو او نورو ته د سيکولريزم د لوی ورانوونکي خطر په اړه د غونډو، مذاکرو، پرېکړو، کتابونو، مقالو او فتواوو له لاري ډول ډول څرګندوني کړي دي. دا څرګندوني دوی د قرآن، سنتو، اجماع، قياس او نورو عقلي او نقلي دلايلو په رڼا کي کړي او مسلمانان يې د دغه شوم مسلک بدو اغېزو ته متوجه کړي دي.

موږ د دې لپاره چي د سيکولرو عناصرو په هکله مو د اسلام د سپېڅلي دين حکم بيان کړی وي په دې مقاله کي د دغو درنو عالمانو له ليکنو څخه ځيني بارزي جملې را اخلو :

۱. د سيکولريزم په اړه د اسلامي همکاريو د سازمان اړوند د اسلامي فقهي د نړيوالي ټولني د 99 (2/11) ګڼي پرېکړه ليک لنډيز: په اسلامي هيوادونو کي سيکولريزم د ښکېلاک او د هغو د مرسته کوونکو په زور د استشراق تر اغېز لاندي خپور سوی دی، چي د اسلامي امت د سره پاشلو ، په سمه عقيده کي د شک او شبهې او زموږ د سپېڅلی او وياړلي تاريخ د تخريب لامل ګرځېدلی دی.

د مسلمانانو پر واکمنو ده چي په مسلمانانو او خپلو هيوادونو کي د سيکولريزم د طريقو د خپرېدو مخه ډب کړي او د دوی له شره د هغو د خوندي ساتلو لپاره لازم تدابير ونيسي.

دغه راز عالمانو ته سپارښتنه کيږي چي د سيکولريزم د ماهيت د ښوولو او له هغه څخه د مسلمانانو د خونديتوب په موخه خپلي دعوتي هلي ځلي خپرې کړي. بشپړ پرېکړه ليک دلته وګورئ:

http://www.fiqhacademy.org.sa/qrarat/11-2.htm

۲. په سعودي کي د علمي څېړنو او افتاء لپاره د دايمي لجنې د (18396) ګڼي فتوا لنډيز:

سيکولريزم چي له دولت څخه د دين د بېلولو بلونکی دی او د دين له چارو څخه له عبادتونو پرته په نورو ټولو معاملو کي د دين رول نفي کوي او وګړی آزاد بولي چي که په اسلام عمل کوي او که مرتد کيږي اختيار لري، نو د دې دغه او نورو فاسد عقايد فاجر، کافر دعوت دی، بايد ډډه ځني وسي او فريب او درواغ يې څرګند سي او خطر يې بيان سي. د دې طريقې شر لوی او خطر يې نه جبيره کېدونکی دی. وګورئ: فتاوى اللجنة الدائمة، المجموعة الثانية، جمع وترتيب: أحمد بن عبد الرزاق الدويش، الرياض، 1426هـ، الطبعة الأولى (2/143-144). ، المکتبة الشاملة او http://islamancient.com/play.php?catsmktba=214464

۳. د ازهر پخوانی شيخ، شيخ محمد الخضـر حسين د ” له سياست څخه د دين د بېلولو ګمراهي“ تر سرليک لاندي د خپلي مقالې په يوه برخه کي ليکي:

له سياست څخه د دين بېلول د دين د زياتو حقايقو پرځول او له منځه وړل دي او مسلمانان دې کار ته زړه نه ښه کوي، مګر هله چي غير مسلمان سي. او دا جنايت پر دين باندي د پردو اغيارو د لوټمار لپاره د پلټنو پر مهال د تېري تر جنايت کم نه دی او موږ هغه کسان چي دين له سياست څخه جلا کوي ليدلي دي چي څنکه د قرآن د لارښوونو سره تر ټولو سخت دښمنان سوي دي. وګورئ:

http://islamancient.com/play.php?catsmktba=214464

۴. د سعودي د لوی مفتي او د لویو عالمانو د ډلي مشر شيخ عبد العزيز بن باز (په1420هـ/1999م کي مړ) د مجموع الفتاوی په ۶ ټوک ۸۵ مخ کي راغلي دي: سيکولران چي اسلام شا ته غورځوي او له اسلام څخه پرته نور څه غواړي د دوی کفر او شر د يهودو او نصارا وو تر شر ډېر زيات دی. وګورئ:

http://www.alukah.net/sharia/0/86485/#ixzz5OB0vkJnc

۵. د احاديثو نامتو کره کوونکی علامه محمد ناصر الدين الباني (په1420هـ/١٩٩٩م کي مړ) د عالمانو له خوا د ترکيې پر پخواني واکمن مصطفی کمال اتاترک باندي د کفر فتوا تاييدوي او وايي چي د هغه تکفير حق وو، ځکه چي هغه د اسلامي شريعت پر ځای سيکولريزم او بې ديني نافذه کړه او په دې توګه يې د اسلام دين ته بدلون ورکړاو همداراز يې په احوال شخصيه (د فرايضو او ميراث په مسايلو) کي بدلون راوست چي يو مثال يې دادی چي په ميراث کي يې د ښځي برخه هم د نارينه غوندي وټاکل. وګورئ: http://islamancient.com/play.php?catsmktba=214464

۶. په سعودي کي د لویو عالمانو د ډلي غړی شيخ محمد بن صالح العثيمين (په142۱هـ/۲۰۰۱م کي مړ) د سيکولرانو او ليبرالانو په اړه د يوې پوښتني په ځواب کي وايي: پر واکمنو باندي لازمه ده چي دغسي کسان محاکمه کړي او څنګه چي شرع يې تقاضا کوي هغسي حکم پر وکړي؛ ځکه هغه څوک چي له هره قيده او په هغو کي له ديني قيده مطلقي آزادۍ ته بلنه ورکوي، کافر دی. د دې معنا څه ده چي يو چا ته وويل سي: ته آزاد يې لمونځ کوې که يې نه کوې، روژه نيسې که يې نه نيسې، زکات ورکوې که يې نه ورکوې؟ د دې معنا داده چي دغه څوک د اسلام له ټولو فرايضو څخه منکر دی او زنا، لواطت او شراب روا بولي، نو دا څنګه مسلمان کېدای سي؟ بلکي دا مرتد او کافر دی. بايد محاکمه سي، که اسلام ته وروګرځي او له مسلمانانو څخه يې شر دفع سي، خو ښه، که نه بیا دي له توري کار واخيستل سي. وګورئ:

http://audio.islamweb.net/audio/Fulltxt.php?audioid=112159

۷. په سعودي کي د لویو عالمانو د ډلي غړي او د علمي څېړنو او افتاء لپاره د دايمي لجنې غړي شيخ دكتور صالح بن فوزان الفوزان يوې پوښتني ته په جواب کي وويل: سيکولريزم ډاګيز کفر دی. سيکولران وايي دين بايد يوازي په جومات کي وي او په معاملاتو او واک کي دين بايد دخل ونه لري، نو څوک چي دغسي عقيده ولري هغه کافر دی. وګورئ: د شيخ فوزان په رسمي ويبپاڼه کي ۱۰۴۳۳ ګڼه فتوا دغه يې پته ده:

http://www.alfawzan.af.org.sa/node/10433

همداراز دغه اسلامي عالم د يوې بلي پوښتني په جواب کي وايي: سيکولران ملحدان دي او منافقان نه بلل کيږي، ځکه دوی د خلکو په چارو کي د دين دخالت نه مني، بلکي دوی يوازي دين د خلکو لپاره د عبادت په چارو کي او يوازي په مسجد کي مني. دوی وايي چي په سياست، معاملاتو او نورو چارو کي خلک کولای سي له شرعي پرته د خپلو مصالحو او غوښتنو سره سم تصرف وکړي، چي دا په الله عز وجل سره کفر دی او له ژوندانه څخه د الله د کتاب قرآن او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو بېلېده دي او دا کفر او الحاد باله سي او په دې توګه دوی تر منافقانو ډېر بد دي. وګورئ: د شيخ فوزان په رسمي ويبپاڼه کي ۱۰۴۳۳ ګڼه فتوا دغه يې پته ده:http://www.alfawzan.af.org.sa/node/10433

۸. نامتو عالم سفر الحوالي په خپل کتاب ” علمانية نشأتها وتطورها وآثارها في الحياة الإسلامية المعاصرة “ کي په مشرحه توګه د سيکولريزم ټول فجايع او کفري عقايد په ډاګه کړي دي او سيکولريزم يې طاغوتي جاهلي نظام بللی دی چي د “لا إله إلا الله” سره منافي دی. دغه کتاب د سفر الحوالي پر رسمي ويبپاڼه کتلای سئ دغه يې پته ده: http://alhawali.com/popups/print_window.aspx?article_no=5937&type=3&expand=1 دغه کتاب په پښتو ژبه هم ژباړل سوی او خپور سوی دی.

۹. محمد عبدالهادی المصري په خپل کتاب اهل السنة والجماعة معالم الانطلاق الکبری کي له ۲۱۶ مخ څخه تر ۲۲۱مخ پوري د سيکولريزم په باب لازمي څرګندوني کړي دي او سيکولريزم يې طاغوتي، جاهلي کافر نظام بللی دي چي د “لا إله إلا الله” د شهادت سره په ټوله معنا په منافات او تعارض کي دی. له الله پرته د نورو طواغيتو متابعت کوي او په دلايلو سره يې ډاګيز کفر ګني. دغه کتاب په صيد الفوائد ويبپاڼه کي د ” موقف أهل السنة والجماعة من العلمانية عوائق الانطلاقة الكبرى “ تر سرليک لاندي خپور سوی دی او دغه يې پته ده:

http://www.saaid.net/mktarat/almani/7.htm

۱۰. د اسلام ويب د مرکز الفتوی په برخه کي د ”العلمانيون وكلاء الاستعمار“ (سيکولران د ښکېلاک وکيلان دي) تر سر ليک لاندي داسي فتوا خپره سوې ده: سيکولريزم کفري مذهب دی چي د الله او د هغه د پيغمبر سره په دښمني او مخالفت کي اوسي. صليبي ښکېلاک له اسلامي هيوادونو څخه تر وتلو وروسته سيکولران په اسلامي هيوادونو کي په کار اچولي او خپل وکيلان يې ټاکلي دي. ښکېلاکګرو دوی ته د ډله ييزو اړيکو(رسنيو) ډول ډول وسايل ورکړي، چي په مسلمانانو کي خپلي منحرفي کړنلاري خپرې کړي. او د دوی خطر مسلمانانو ته د اصلي کافر تر خطر لوی او زيات دی. وګورئ:

http://fatwa.islamweb.net/fatwa/index.php?page=showfatwa&Option=FatwaId&Id=127080

۱۱. په ”الموسوعة الميسرة في الأديان والمذاهب والأحزاب المعاصرة“ کي چي په پښتو او فارسي ژبو هم ژباړل سوې ده د سيکولريزم په باب داسي فتوا ورکړه سوې ده: هغه څوک چي د دين پر ځای پر سيکولريزم ايمان لري او د ژوند په ټولو اړخونو کي د اسلامي شريعت حکم نه مني او هغه څه چي الله حرام کړي دي حرام نه ګني مرتد ګڼل کيږي او د اسلام سره اړېکه نه لري، بايد چي توبې کښلو ته وهڅيږي، که نه په ژوند او تر ژوند وروسته دي د سرکښو مرتدينو احکام پر جاري سي. وګورئ: الموسوعة (2/685/پنځم چاپ،1424هـ کال).

۱۲. د مجمع فقهاء الشريعة مشر شيخ دكتور صلاح الصاوي مصري د سيکولريزم په اړه داسي فتوا ورکوي:

سيکولريزم چي د ژوندانه سره د دين په اړه د شريعت د مرجعيت د منلو په باب پر کفر ولاړ دی او د اسلام په احکامو باندي التزام منع کوي او هغه څوک چي په دې اړه منازعه ورسره کوي په مرتجع، بنسټپالي او ترهګر تورنوي، ډا ټول په وينو(قصاص او حدودو)، شتو او نورو معاملو کي د الله له نازلو سوو احکامو پرته د نورو د پرېکړو په منلو سره حلال والی بلل کيږي او د ژوندانه په چارو کي د اسلامي شريعت له احکامو وتلو ته جواز ورکول باله سي، دا ټول صريح کفر دی چي په هيڅ حال کي د اسلام د اصل سره سر نه خوري. د دين امامانو پر دې اتفاق کړی دی چي د قطعي محرماتو حلال ګڼل په اجماع سره کفر دی او په دې کي هيچا څه ترديد نه دی کړی. شيخ الاسلام ابن تيميه وايي : انسان چي کله په ټوليزه توګه منل سوی حرام حلال وبولي يا په ټوليزه توګه منل سوی حلال حرام وګڼي او يا په ټوليزه توګه منلو سوو شرعي احکامو ته بدلون ورکړي، نو د فقهاوو په اتفاق کافر مرتد دی.

وګورئ: https://ar-ar.facebook.com/ahmedabuleenein/posts/663307480358548

۱۳. د “ندوة العلماء” د مشر شيخ دکتور محمود حماية فتوا: موږ ته دا مهمه نه ده چي د سيکولر دين سيکولريزم دی او که کمونيزم، بلکي پر دې خوله نه پټيږي چي وايي: ” د هغه دولت فکر مه منه چي په اسلامي شريعت حکم کوي او ميثاق او قانون يې قرآن وي!!!“. دلته نو نور بيان ته اړتيا نسته چي دغه خبره د ډېرو عالمانو په نظر ردت او له دين څخه وتل باله سي. وګورئ: ندوة العلماء,إشراقة على طريق الأمل کتاب، 91 مخ او https://ar-ar.facebook.com/ahmedabuleenein/posts/663307480358548

۱۴. اسلامي عالم سليمان بن صالح الخراشي فتوا ورکړې ده چي سيکولران او دوی ته د ورته عقايدو نور درلودونکي کسان که څه هم د مسلمانانو په هيوادونو کي د مسلمانانو سره اوسي له اسلام څخه اوښتي (مرتد سوي دي) او د دوی سره دي هغه کړنه وسي چی د مرتدانو سره د شريعت سره سمه کيږي. دغه عالم د سيکولرانو د وژلو په اړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه حديث راوړي چي صحيح بخاري او نورو روايت کړی دی اووايي: «مَنْ بَدَّلَ دِينَهُ فَاقْتُلُوهُ» ژباړه: کوم (مسلمان) چي خپل (حق) دين بدل کړي(نر وي که ښځه اوتوبه ونه کاږي) ويې وژنئ. او پر دې باندي ټول عالمان په يوه خوله دي.

پر دې سربېره په دغه فتوا کي ويل سوي دي چي له دغسي کس څخه دي تر مړیني دمخه مېرمن بېله سي او په خپل مال کي له تصرف څخه دي منع سي. وګورئ: فتوى الشيخ سليمان الخراشي في جواز نهب أموال العلمانيين وانتهاك حرماتهم، ولاعدوان إلا على الظالمين او www.oocities.org/ummanas2002/killing.htm
انتهاك حرماتهم، ولاعدوان إلا على الظالمين!

۱۵. حمود بن أحمد بن فرج الرحيلي په خپل کتاب ” العلمانية وموقف الإسلام منها“ کي وايي: د سيکولريزم په هکله د اسلام حکم کېدای سي داسي بيان او څرګند سي:

۱. سيکولريزم د عقيدې له پلوه له دين څخه انکار کوي، ايمان نه پر لري او په احکامو او حدودو يې عمل نه کوي او دا څرګند کفر دی.

۲. سيکولريزم له تشريعي پلوه دين له دولت څخه بېلوي يا دين له ټول ژوند څخه بېلوي او دا په هغو حکم باله سي چي د الله له خوا نه وي نازل سوي. وګورئ: په مکتبه شامله کي ” العلمانية وموقف الإسلام منها“ کتاب.

۱۶. کويتي اسلامي عالم او ليکوال عيد الدويهيس په خپل کتاب ” العلمانية في ميزان العقل“ کي د ” العلمانية كفر وزندقة “ تر سرليک لاندي ليکي: سيکولريست عقل کوم داسي ټاکلي فکر ته نه دی رسېدلی چي هغه دي حق او سم وبلل سي. بلکي د داسي ډېرو متناقضو فلسفو او عقيدو د رامنځ ته کېدو لامل سو لکه پانګوالي، سوسياليزم، کمونيزم، نازيزم، وجوديت او نور او دا ټول د اسلام مخالف عقايد او د هغه سره په ټکر کي کړنلاري دي، يعني د کفر، شرک او ګمراهۍ عقايد دي. لوی څښتن فرمايي:

﴿فَذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمُ الْحَقُّ فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ (32) ﴾ [يونس: ۳۲].

ژباړه: نو(اى خلکو!) هغه څوک چي دغه ټول کارونه کوي، هغه خو همدا الله دى ، چي ستاسي په حقه (اورښتيانى) پالونکى (او ستاسي د چارو مدبر او تنظيموونکى) دى. بيانو د حق تر څرګندېدو وروسته له ګمراهۍ پرته بل څه پاته سول؟ ښه نو د دې سره سره تاسي څنګه (په دلايلو) له (څرګند) حق څخه (په شهوتونو او نفسي غوښتنو کي پېچلي) باطل ته ګرځول کېږئ؟

سيکولرانو ته ټول غير ديني عقايد له کمونيزم څخه تر کپيټاليزم (پانکوالۍ) پوري او داسي نور ټول ورته منلي دي، خو کوم چي ديني عقايد دی اسلام وی که مسيحيت ورته د منلو وړ نه دي، دا ځکه چي سيکولريزم اصلاً د بې دينۍ مذهب دی، نو آيا تر دې وروسته د لوی څښتن سبحانه وتعالی او د هغه د پيغمبرانو او کتابونو په وړاندي بل کفر او تمرد هم وي؟ وګورئ: په مکتبه شامله کي العلمانية في ميزان العقل کتاب.

۱۷. د ډېرو کتابونو ليکوال او د سياسي شرعي فقهي عالم شيخ محمد بن شاكر الشريف، په خپل کتاب ”العلمانية وثمارها الخبيثة“ کي ليکي: سيکولريزم دوه ډوله دی، چي هر يو يې تر بل بد تر دی. لومړی ډول يې ملحد سيکولريزم دی، دا له ټول دين څخه انکار کوي او د لوی څښتن سبحانه شتون هم نه مني. دوهم ډول سيکولريزم ملحد نه بلل کيږي او د لوی څښتن له شتونه نه دی منکر، خو د دنيا په چارو کي د دين له دخالته انکار کوي او دا ډول يې د عامو مسلمانانو د ګمراه کولو او غولولو له پلوه تر لومړني ډول ډېر خطرناک دی. لنډه دا چي د سيکولريزم دواړه دوله ډاګيز کفر دی او په دې کي هيڅ شک او شبهه نسته او څوک چي د دې پر هر ډول ايمان راوړی او ويې مني د اسلام له دين څخه ووت العياذ بالله. وګورئ: په مکتبه شامله کي العلمانية وثمارها الخبيثة کتاب.

په پای کي موږ له هغو کسانو څخه چي په دغه ناروغي اخته سوي دي هيله لرو چي په توبه کښلو سره اسلام او خپلو زورېدلو او کړېدلو خلکو ته رجوع وکړي، په پلوی يې ودريږي، پر ټپونو يې د پټۍ ايښوولو لپاره هلي ځلي وکړی، د پردو غليمانو له وکالت او مزدورۍ څخه لاس واخلي او د خپل هيواد د خپلواکۍ د بيا ګټلو د لاري د مبارزينو سره مله او ملګري سي. او د اوليای امور څخه مو په درناوي هيله ده چي د شريعت د پورته بيان سوو احکامو په رڼا کي له دغسي ناولتيا وو څخه د ټولني د پاکولو لپاره لازمي هلي ځلي وکړي والسلام.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د