هغه عام عادتونه چې د سترګو کمزورۍ لامل جوړیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ زمری، ۱۳۹۷ل): سترګې د الله (جل جلاله) یو له ټولو سترو نعمتونو څخه دي چې انسان لپاره له اندازې زیات ارزښت لري، ځینې داسې عادتونه شته چې سترګې او د سترګو لید اغیزمنوي.

دغه عادتونه په لاندې ډول دي:

په ملاسته مطالعه کول

که چیرې تاسې ملاست یاست او کتاب مو پورته نیولی وي نو په داسې لاره کتاب لوستل د سترګو لپاره د الفاظو لوستل ستونزمن وي، چې په پایله کې لومړی سترګې درد او بیا کمزورې کیږي، همدا ډول سرچپه ملاسته هم د سترګو لپاره ستونزې راولاړوي، ځکه چې په سرچپه ملاسته لاندې کتاب ته کتل په سترګو کې د وینې جمع کېدو ګواښ زیاتوي.

ددې لپاره کتاب مخې ته په میز ږدل او یا په تکیه وهلو سره ولوستل شي، که چیرې مو د مطالعې په جریان کې په سترګو درد راتلو نو ډاکټر ته مراجعه وکړئ!!

ځیرک مبایلونو ته ځیر کتل

ځیرک مبایلونو چې څومره زمونږ په ژوند کې اسانتیاوې راوړي هماغومره یې ستونزې هم راولاړې کړي، د مبایل سکرین ته په کتلو چې واړه الفاظ لري او سترګې د کتلو پر وخت ځیر کولو ته اړ کوي، پایله دا شي چې سترګو ته لوستل ستونزمن شي او د سترګو خرابوالي لامل وګرځي، همدا ډول نویو څیړنو ثابته کړې چې د ځیرک مبایل سکرین وړانګې هم د سترګو په خرابوالي کې ستر رول لري.

زیاته موده مسلسل د کمپیوټر استعمال

که تاسې په دفتري کارونو کې دنده ترسره کوئ نو د مسلسل کمپیوټر استعمال مو عادت ګرځي، چې د سترګو خرابوالي لامل جوړیږي، په مسلسل ډول د کمپیوټر شیشې ته کتل سترګې ستومانه کوي چې د لید کمزورتیا سربېره نورې ستونزې هم راولاړوي، ددې د مخنیوي لپاره باید هر شل دقیقې وروسته سترګو ته د یو منټ یا دیرش ثانیو وقفه ورکړئ او خپل نظر مو بل لیرې خواته واړوئ.

کمې اوبه څښل

اوبه د سترګو سره نیږدې تړاو او د روغو سترګو لپاره سخته اړتیا لري، د کمو اوبو څښلو پرمهال مو سترګې د وچوالي لامل ګرځي او سترګې اغیزمنې کوي، د یوې څیړنې له مخې ویل شوي چې اوښکې راتلل د سترګو لپاره نمي او رطوبت ورکوي، د اوښکو وچوالي په صورت کې سترګې د نظر کمزورۍ او یو شمېر نورو ناروغیو لامل ګرځي.

د لمر چشمې نه په سترګو کول

د تیز لمر پر وخت د لمر چشمې نه په سترګو کول هم د لید کمزورۍ لامل کیږي، د طبي پوهانو په وینا چې د تیز لمر پر وخت لمر اضافي وړانګې خپروي، دغه وړانګې او شعاعې که په سترګو لګیږي روغتیا ته یې زیان رسوي، په همدې ډول تیزه رڼا هم د سترګو لید کمزورۍ لامل جوړیږي.

یاده دې وي چې دوه کاله وړاندې په امریکا کې د یوې شوې څیړنې له مخې ویل شوي وو، د سترګو زیات موښل هم د سترګو لید لپاره تباه کوونکی ثابتیدی شي، د سترګو خارښ پروخت باید د موښلو پرځای له بلې لارې کار واخیستل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د