fbpx

طالبانو په شمال کې بېځایه شویو کورنیو ته د بیرته ورتګ بلنه ورکړي

نن ټکی اسیا (جمعه،۱۲زمری ۱۳۹۷ل):    طالبانو پر هغو هیوادوالو چې له دوو کالو راهیسي د داعش جنګیالیو له لاسه په شمال کې بیځایه شوي وو ؛ ږغ کړی چې بیرته خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شي او له سره خپل ژوند په امن او ډاډ سره پیل کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې چې نن ټکي آسیا ته یې یوه کاپي رالیږلي؛ ویلي دي، چې ( د جوزجان ولایت د درازب او قوشتيپې ولسوالیو اړوند ټولي هغه سېمې له داعشي ملیشو څخه تصفیه شوي چې له تیرو دوو کالو راهیسې یې په لاس کې وي.)

ویاند زیاته کړي، هغه ګڼ شمېر هیوادوال چې د ده په وینا د داعش د مظالمو له امله یې د خپل سر، مال او ناموس د حفاظت په خاطر خپل کلي او کورونه پري ایښي؛ کولای شي بیرته خپلو مینو ته را ستانه شي.

د مجاهد په خبره، ( اوس د دواړو ولسواليو ټولې ولسي سیمې، کلي او کورونه له داعشیانو څخه پاک شوي، په سیمه کې امنیت ټینک شوی، مصئون او باعزته ژوند ته د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا زمینه مساعده شوې ده.)

ذبیح الله مجاهد دغو بیځایه شویو هیوادوالو ته ډاډ ورکوي او زیاتوي چې: بیرته دې خپلو کورونو او سیمو ته ور ستانه شي، په وینا یې نور هیڅوک د هغوی سر او مال ته زیان نشي رسولی، نور دوی کولای شي بیرته خپلو مینو ته ورشي، په ډاډ او عزت سره خپل ژوند ته ادامه ورکړي.

باید وویل شي چې له څه کم یوې میاشتې راهیسي د هیواد په شمالي ولایت جوزجان کې د طالبانو له لوري د داعشي جنګیالیو پرضد عملیات پیل شوي وو چې وړمه ورځ پای ته ورسیدل، دولت او طالبانو دواړو اعلان وکړ چې نور په شمال کې د داعش ریښې وختلي.

طالبانو وویل چې په سلګونو داعشیان یې محاصره کړل چې یو شمېر یې مړه او ژوبل شول او پاتي 250 کسان یې د دریو قومندانانو په ګډون دولتي ځواکونو په څرخکو کې له دوی نه وژغورل.

خو حکومت بیا ادعا کوي چې د داعش جنګیالي دوی ته ورتسلیم شول ، ځکه یې دوی په څرخکو کې د را ایستلو تابیا وکړه.

پر حکومت تور دی چې د بهرنیو ځواکونو په اشاره په افغانستان کې د داعش د پروژې برملا ملاتړ کوي او د بهرنیانو د موخو لپاره یې حمایه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د