د محمد نبي اسمان څکو شپږیزو او ۸۶ چټکو منډو یې لوبډلې ته بریا ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ زمری، ۱۳۹۷ل): د انګلستان په تجارتي سیالیو کې د نړۍ تکړه او مشهور آلراونډر محمد نبي په زړه پورې او مسوولانه توپوهنه ترسره کړه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

په دغه سیالۍ کې محمد نبي په یوازې ۳۲ توپونو ۸۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې چې په کې ۸ اسمان څکې شپږیزې او ۴ څلوریزې شاملې وې.

کله چې محمد نبي توپوهنې ته راغی هغه مهال دوی ته په ۵۵ توپونو د ۹۹ منډو یعنې په یوه اور کې ۱۱ منډو ته اړتیا وه، چې د محمد نبي په زړه پورې او د پام وړ شپږیزو دغه هدف یوازې په ۴۳ توپونو پوره کړ او لوبډلې یې د پنځه ویکټو په توپیر ستره بریا خپله کړه، له پاتې ۹۹ منډو څخه یوازې محمد نبي ۸۶ منډې جوړې کړې.

دغه سیالۍ د لیسیسټر شایر (چې د محمد نبي لوبډله ده) او لنکاشایر ترمنځ ترسره شوه چې لومړۍ توپوهنه مخالف لوبډلې وکړه او په ۲۰ اورونو کې يې ۱۹۰ منډې جوړې کړې، محمد نبي پخپلو ۴ اورونو کې ونه توانېد ویکټه ترلاسه کړي خو ۳۱ منډې یې ورکړې.

په ځواب کې د محمد نبي لوبډله له ستونزو سره مخ شوه او د سر دوه ویکټې يې ژر له لاسه ورکړې، چې په وروستي وخت کې د محمد نبي مسوولانه او د پام وړ لوبې ټاکلی لوړ هدف په اسانۍ په ۱۸.۴ اورونو کې پوره کړ.

نوموړي په یوازې ۳۲ توپونو د ۸ سترو شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته ۸۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، او د یادې سیالۍ اتل شو، نوموړي د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې په انګلستان تجارتي سیالیو کې اوسمهال درې افغان لوبغاړي (محمد نبي، راشد خان، مجیب ځدراڼ) لوبیږي، چې تېره ورځ راشد خان هم دوه په زړه پورې ویکټې ترلاسه کړې وې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د