بګرام: بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتي

نن ټکی اسیا (شنبه،۱۳زمری ۱۳۹۷ل): د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواکونو د موټرو پر کاروان د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې؛ چې له امله یې د بګرام د ولسوال سیف الله بیدار په وینا یو امریکایی سرتیری ټپی شوی او ټانګ یې په بشپړه ډول له منځه تللی دی.

سيف الله بيدار رسنیو ته ویلي، دا چاودنه د جمعې په ورځ د یادې ولسوالۍ په نصرو کلي کې رامنځته شوه. ده وویل، بهرني ځواکونه په سيمه کې په ګزمه بوخت ول؛ چې پرټانګ یې له لیري کنټرولیدونکی ماین وچاودید.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محفوظ الله ولي زاده هم د پېښې پخلى وکړ، خو ويې ويل، د چاودنې په اړه جزيات له دې كبله نشي معلومولای چې سيمه د بهرنيو ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده ، چا ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

بلخوا طالبانو هم د پیښې پړه منلي او ویلي یې دي چې دا یې په یاده سیمه کې دویمه چاودنه ده چې د دوی جنګیالي یې پر بهرنیو ځواکونو ترسره کوي، لومړی د پنجشنبې په ورځ همدغي سیمي ته څیرمه پر بهرنیو ځواکونو د ماین چاودنه وکړه چې د طالبانو په خبره 5 امریکایی سرتیري یې وژلي، خو دویمه چاودنه یې پرون د جمعې په ورځ ترسره کړه.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په دغه چاودنه کې یې د بهرنیو ځواکونو یو ټانګ ویجاړ کړی او زیاتوي چې 4 تنه امریکایي اشغالګرعسکر پکي وژل شوي، او 2 نور ټپیان دي.

د مجاهد په وینا په دوو چاودنو کې ټول ټال 11 بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتي او دوه ټانګونه یې له منځه تللي دي.
د بهرنیانو د تلفاتو په اړه د طالب ویاند د دغي شمېري په تړاو دولت او بهرنیانو کوم سپیناوی نه دی کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د