طالب سرتېري د نظامي روزنې پر مهال

روزګاني چارواکي: طالبانو د اردو قرارګاه او درې پوستې نیولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳زمري، ۱۳۹۷ل): د روزګان ځايي چارواکي طالبانو تېره شپه چنارتو ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه قرارګاه او درې پوستې نیولې دي.

د دې ولسوالۍ ولسوال فیض محمد ازادي راډيو ته ویلي، طالبانو په سپين قیچه سیمه کې د اردو قرارګاه او درې پوستې بشپړې د دوی له ګوتو ویستلې دي.

دغه سرچینه د یو قومندان په حواله وايي چې په قرارګاه کې له شاوخوا ۱۰۰ عسکرو نه یوازې، شل تنه ژوندي پاتې دي.

د چنارتو ولسوال وايي طالبانو په یوه شپه کې ټوله قرارګاه او پوستې ونیولې، مهمات يې له ځانو سره یووړل او پر دې سربېره يې څو عسکر هم ژوندي وړي دي.

د ولسوالۍ امنیه قومندان اخترمحمد یادې سرچینې ته ویلي، چې طالبانو د ولسوالۍ د سقوط نیت درلود، خو دوی يې مخه ونیوله.

د ولایت امنیه قومندان محمد معروف احمدزی بیا د ولسوالۍ د ولسوال، امنیه قومندان او د جګړې د کرښې د عسکرو خبرې بې اساسه بللي او وايي هیڅ نظامي مرکز سقوط نه دی کړی.

تېره ورځ هم د روزګان امنیتي چارواکو وویل، چې په مرکز ترینکوټ کې حالات خورا ترینګلي شوي دي، هغوی شمشاد ته ویلي و، چې طالبان د مرکز اړوند په پای ناوه، سرخوم او یک لینګه سیمه کې توانېدلي چې واک ټينګ کړي او د امنیتي پوستو تر منځ ساحو ته ننوځي.

طالبانو په تازه لنډه خبرپاڼه کې د چنارتو ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی، چې پکې يې د ۵۵ عسکرو د وژل کېدو او شپږو نورو د ژوندي نیول کېدو ویلي دي.

خبرپاڼه کې د درنو او سپکو وسلو او نقلیه وسایطو د نیولو خبر هم ورکړل شوی، زیاتوي په دې جګړه کې د هغې قرارګاه چې چارواکي يې سقوط مني، ترڅنګ؛ ولسوالۍ او امنیه قومنداني هم بشپړې د طالبانو لاس ته ورغلې.

په یو بل خبر کې طالبانو په مرکز ترینکوټ کې هم د دوو پوستو د سقوط خبر ورکړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د