fbpx

کاپیسا کې اربکی قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳زمري، ۱۳۹۷ل): د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د اربکیانو قومندان غنم ګل د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې قومندان غنم ګل د تګاب په قلعه صالح سیمه کې د دوی د سرتېرو تر برید لاندې راغی.

خبرپاڼه زیاتوي په برید کې د قومندان غنم ګل یو ساتونکی وژل شوی او یو مېل وسله يې طالبانو له ځان سره وړې ده.

د کاپیسا ځايي چارواکو يې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د