fbpx

د ویرات کوهلي سترو هڅو یې هم لوبډله له ماتې ونه ژغورله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ زمری، ۱۳۹۷ل): د هند او انګلستان لوبډلو ترمنځ په لومړۍ ټيسټ سیالۍ کې که څه هم لوبډلمشر ویرات کوهلي سترې هڅې د لوبډلې د بریا لپاره وکړې خو ناکام شو او بالاخره یې ماتې وخوړه.

ددغه سیالۍ په دواړو پاڼیو کې ویرات کوهلي د خپلې لوبډلې لپاره مسوولانه لوبه ترسره کړه خو بل کوم داسې لوبغاړی ونه موندل شو چې د نوموړي سره ملګرتیا وکړي، او همدا یې د لوبې بایللو لامل شو.

نوموړي د خپلې لوبډلې لپاره په لومړۍ پاڼۍ کې په یوازې ځان تر پایه ولاړ و او ۱۴۹ منډې یې جوړې کړې، او لوبډله یې له کمو منډو سیال هدف ته ورسوله، خو په دویمه پاڼۍ کې يې بیا لوبډله ناکامه شوه او د انګلستان ټاکلی هدف یې پوره نکړ.

په دې سیالۍ کې لومړی توپوهنه انګلستان لوبډلې وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۲۸۷ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا جویي رووټ ۸۰ او جوني بیرسټو ۷۰ منډې جوړې کړې، د هند لخوا په توپ اچونه کې اشوین ۴ او محمد شامي ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

د هند لخوا په لومړۍ پاڼۍ کې د ویرات کوهلي پرته هیڅ لوبغاړي د پام وړ توپوهنه ونکړه، ویرات کوهلي ۱۴۹ منډې جوړې کړې او وسوځېد، په نورو توپوهونکو کې شیکر دهاون ۲۶ او هاردیک پانډیا ۲۲ منډې جوړې کړې، چې ټولې منډې یې ۲۷۴ شوې، د انګلستان لخوا په توپ اچونه کې ځوان سیم کورن ۴، انډرسن، رشید او سټوکس ۲-۲ ویکټې واخیستې.

د دویمې پاڼۍ په پېل کې د انګلستان لوبډله له ستونزو سره مخ شوه، خو په وروستي وخت کې ځوان سیم کورن ۶۳ منډې جوړې کړې، او لوبډله یې سیال هدف ته ورسوله، دوی د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۰ منډې جوړې کړې او هند ته یې د ۱۹۴ منډو هدف وټاکه، د هند لخوا ایشانت شرما ۵ او اشوین ۳ ترلاسه کړې.

په هدف پوره کولو کې د هند لوبډلې لپاره ستر چانس و خو توپوهونکي یې له ویرات کوهلي پرته ټول ناکام شول، ویرات کوهلي ۵۱ او هاردیک پانډیا ۳۱ منډې جوړې کړې، چې ټول لوبغاړي یې په ۱۶۲ منډو وسوځېدل او لوبه يې د ۳۱ منډو په توپير وبایلله، د انګلستان لخوا بین سټوکس د ویرات کوهلي مهمې ویکټې سربېره ۴ ویکټې واخیستې.

په یاده سیالۍ کې د لوبې غوره لوبغاړی د انګلستان لوبډلې ځوان تکړه آلراونډر سیم کورن شو، نوموړي په دغې سیالۍ کې ۸۷ منډو سربېره ۵ ویکټې هم ترلاسه کړلې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د