فیفا: د ټاکنو کمیسیون زورواکانو قبضه کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳زمري، ۱۳۹۷ل): د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي، د ټاکنو کمیسیون زورواکانو په منګولو کې اخیستی.

د دې بنسټ اجراییه مشر یوسف رشید، نن له رسنیو سره په خبرو کې وویل، دا کمیسیون دا صلاحیت نه لري چې ټول په نا قانونه عملونو اخته نوماندان حذف کړي.

هغه وویل، د نوماندانو له احتمالي لیسته یوازې د څو تنو لرې کول دا په ډاګه کوي چې دا کمیسیون د زورواکانو په لاس کې دی.

رشید وویل، هغه ځانګړی کمیسیون چې د ناقانونه اعمالو له امله د نوماندانو نومونه حذفوي، هم د دې وړتیا نه لري چې په واقعي توګه ټول هغه کسان چې قانوناً باید نوماندان نه شي له لیسته لرې کړي.

هغه زیاته کړه په دې اړه حکومت هم ځکه خوله پټه نیولې، چې نه غواړي له ځینو زورواکانو سره تازه لاس او ګرېوان شي.

د ټاکنو کمیسیون یوازې ۲۵ تنه له احتمالي لیسته لرې کړي او هغوی يې د ځمکې پر غصب، بشري سرغړونو او نورو جرمونو تورن یاد کړي دي.

د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون ویلي، چې دوی تر اوسه يې د ۱۳۷ تنو په اړه ۲۳۰ شکایتونه ثبت کړي او ارزولي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د