
ناټو په پروان کې د خپلو عسکرو مرګ ـ ژوبله منلې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴زمري، ۱۳۹۷ل): نن سهار د پروان مرکز ته څېرمه خلازي سیمه کې پر بهرنیانو د طالبانو بمي برید درنه مرګ ـ ژوبله ور اړولې ده.
طالبان وايي د دوی سرتېرو نن په «یوه تکیتکي چاودنه» کې په یاده سیمه کې ۱۵ تنو امریکايي عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واړوله.
د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي چې دغه عسکر خلازي سیمه ته تېره شپه شاوخوا درې بجې د چاپې لپاره راغلي و، چې شین سهار د دوی د چاودنې ښکار شول، اته تنه يې ځای پر ځای ووژل شول او اوه نور ټپيان شول.
د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار هم د چاودنې پخلی کړی او ويلي يې دي، چې امریکايي عسکر د یو موټر بم ښکار شوي دي.
هغې وویل سیمه د امریکایانو له خوا کلابنده ده او دا يې د تلفاتو په اړه حال نه لري.
له چاودنې څو ساعته وروسته په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ په نوم ماموریت پخپله ټویټر پاڼه ولیکل، چې نن يې په یاده چاودنه کې درې تنه له لاسه ورکړي.
د سرچينې په وینا یو بل امریکايي عسکر او دوه افغان عسکر ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم د بګرام په نصرو کلي کې د بهرنیانو یو ټانګ پر خښ کړل شوي ماین ور برابر شو، چې درې امریکایان پکې ووژل شول او یو بل ټپي شو.
ناټو د وژل شویو عسکرو د هویت په اړه څه نه دي ويلي.
تېره ورځ طالبانو د تېرو دوو میلادي میاشتو په اوږدو کې د بهرنیانو د تلفاتو اړوند ویلي و، چې ۲۷ بهرني عسکر يې وژلي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.