نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴زمري، ۱۳۹۷ل): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د پولیسو یوه پوسته کې یو عسکر خپل اته ملګري وژلي او طالبانو ته ورغلی دی.
پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ د شین کلي اړوند یوه پوسته کې شوې ده.
طالبان وايي بریدګر د دوی نفوذي ملګری و او په بریالیتوب سره يې خپله دنده سرته رسولې ده.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دې بریدګر د اتو تنو پولیسو د وژلو تر څنګ څلور مېله وسله هم له ځان سره ور وړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي هغه روغ رمټ تر خپلو ملګرو رسېدلی دی.
د هلمند چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
د پوځي شنونکو په باور دا ډول پېښې د افغان ځواکونو تر منځ باور له صفر سره ضربوي او په روحیه يې بده اغېزه کوي.