په شمال کې د داعش تر تسلیمي وروسته

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د تیرې چارشنبې په ورځ د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې۲۵۰تنه داعش وسله وال له طالبانو سره تر درنې جګړې وروسته ګډ حکومت ته تسلیم شول.

په هغو انځورونو او ویډیو کلیپونو کې چې په خواله رسنیو کې خپاره شوي لیدل کیږي چې د یادو کسانو په منځ کې جنګي زخمیان هم شته دې چې د پوځي څرخکو په وسیله د جګړې له ځایه دولتي مرکزونو ته لیږدول کیږي.

په حقیقت کې د پوځي څرخکو په وسیله د جګړې له ځایه د طالبانو له محاصرې څخه د داعش وسله والو ژغورل او په شبرغان او کابل کې یې د دفاع وزارت اړوند پوځي تأسیساتو کې ځای پرځای کول په هیڅ ډول د داعشي ملیشو تسلیمي نه ؛ بلکې ټول هغه احتمالات او اټکلونه په یقین بدلوي چې په افغانستان کې د داعش په راپیداکولو، تجهیزولو او پاللو کې امریکایان او په ګډ حکومت کې د هغوي باوري کسان لاس لري.

که داسې نه وي ولي له یوې خوا په اچین کې د داعش ځپلو په پلمه د بمونو مور کارول کیږي ، په نور افغانستان کې د داعش وهلو په پلمه د ټرمب جنګي ستراتیژي اعلانیږي ، خو په درزاب کې بیا عین همدغه داعشیان د طالبانو له محاصرې څخه د پوځي څرخکو په وسیله ژغورل کیږي.؟!

په ننګرهار، کونړ او لغمان کې په ځلونه لیدل شوي چې امریکايي الوتکو له داعش څخه د دفاع او ملاتړ په خاطر د طالبانو لیکې بمبار کړي، خپله په درزاب کې چې د داعش جنګیالو په خلاف د طالبانو جګړې یوه میاشت وخت ونیو هم لامل یې هغه امریکايي پوځي حمایت و چې د الوتکو په وسیله یې د طالبانو لیکې بمبارولې خو چې کله وپوهیدل داعش د طالبانو تر محاصرې لاندې راغلل نو بیايي د پوځي څرخوکوپه وسیله ورته نجات ورکړ.

ګډ حکومت د امریکايي مصالحو د مدافع په توګه د دې په ځای چې د امریکایانو په دستور د داعشي جنګیالو ژغورل د ځان لپاره خجالت وګڼي ، برعکس دروغجن ویاندویان یې دا فضیحت د ځان لپاره بریالیتوب او د داعش تسلیمي تعبیروي، هغه تسلیمي چې په سبا یې عین همدي داعش په ګردیز کې سلګونه لمونځ کوونکي په وینو ولمبول، او هغه داعش چې په ننګرهار کې یې په وړاندې بیړنی حالت اعلان شوی دی.

د ګډ حکومت دروغجن دفاعي ویندویان دومره هم نه پوهیږي چې تسلیمي د متقابلې جګړې په صورت کې وي ، که واقعا ګډ حکومت د داعش د تسلیمي توان لري نو هغوی دي په ننګرهار کې تسلیمي ته اړباسي چې هلته یې هره ورځ په وحشیانه بریدونو کې په لسګونو او سلګونو بیوزله ننګرهاریان متضرر کیږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
وصیل احمد ستانگری
میلمه
وصیل احمد ستانگری

دا حرامونی باید مردار شی د تسلیم وول سه نه کیگی دوی موردگوانو دیر خزی یی باندی تجاوز کری دی دوی ولی نه اعدام میگی باید همدلته باید اعدام شی ددی تسلیم وول سه معنی ورکوی جی دوی تسلیم شوی دی… طالبانو نه تشتیدل راغلی دی دولت زان تسلیم وی دا په کوم کتاب که ویلی شوی دی