مجاهد: دښمن د سياسي دفتر لاسته راوړنې، نه شي زغملی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴زمري، ۱۳۹۷ل): ځينو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي، چې پکې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر هڅې د نظامي طالبانو له موافقت پرته روانې ښوودل شوې وې.

راپورونو کې راغلي، چې د طالبانو د عمومي مشرانو او د قطر د سیاسي دفتر تر منځ ناندرۍ را پورته شوې او ښايي درزونه پکې را پیدا شي، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهدی دا تش پروپاګند بولي.

مجاهد په خپرو کړو څرګندونو کې زیاته کړې چې کله هم د سیاسي دفتر له ادرسه یوه څه پرمختګ کېږي، نو مخالفین يې د مخنیوي هڅه کوي.

«وروسته له هغه چې په دا وروستیو کې په سیاسي ساحه کې اسلامي امارت لويې لاسته راړونې ترلاسه کړې، نو د ذلیل دښمن استخباراتي کړیو هم د شخصیت وژنې هڅو ته زور ورکړی، کله د اسلامي امارت د سیاسي دفتر په مشرتابه او غړو پسې بې اساسه تورونه پورې کوي، کله د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو غلط راپورونه خپروي اوکله نورو پوچو تبیلغاتوته لاس اچوي.»

هغه لیکلي، د قطر دفتر مشر شیر محمد عباس ستانکزی او د دې دفتر ټول غړي د اسلامي امارت د اصولو او داعيې مدافعین دي: «د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر محترم شیرمحمدعباس ستانکزي صاحب په ګډون د دفتر ټولو غړو په سیاسي برخه کې د اسلامي امارت له اصولو او داعيي څخه کلکه دفاع کړې، له نړیوالو جهتونو سره يې بریالي تماسونه ټینګ کړي او په بین المللي سطحه يې د اسلامي امارت لپاره په سیاسي برخه کې نه هیردونکي خدمتونه ترسره کړي دي، چې له امله يې د اسلامي امارت د رهبرۍ د اعتماد وړ ګرځيدلي او تراوسه پورې په اطاعت او اخلاص سره د اسلامي امارت سیاسي برنامي پرمخ وړي.»

هغه په پای کې پر ولس غږ کړی چې دا ډول هڅې استخباراتي دسیسې دي او باید ورته متوجه اوسي: «ملت او مجاهدین باید د دښمن دغه راز استخباراتي دسیسو ته کلک متوجه وي، په دښمن پورې اړوندو مراجعو پروپاګند ته هيڅ ارزښت ورنه کړي او په خپلو مشرانو باندې حسن ظن او کلک باور ولري.»

ښاغلي مجاهد ټینګار کړی چې دوی د خپلو سرتېرو قربانۍ نه هېروي او روان ټول مقاومت د ټاکلو اصولو په چوکاټ کې پر مخ ځي.

«د اسلامي امارت ټول کارونه د شریعت په چوکات کې د اطاعت او فرمانبردارۍ په اساس ترسره کیږي او د روان جهاد د بري او زموږ د شهیدانو د آرمانونو د تحقق په لاره کي به د امارت مسئولین او افراد ټول پخپله تګلاره دژوند تر ورستۍ سلګۍ پوري کلک ولاړ پاتي کیږي. ان شاءالله تعالی»

د طالبانو د سیاسي دفتر اړوند د دا ډول راپورونو هڅه وروسته له هغه کېږي، چې امریکایانو له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړې او طالب مشرانو هم مقدماتي ناسته ګټوره بللې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د