fbpx

کرېکټ: بنګلدیش له ویسټ انډیز څخه تېر غچ واخیست

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ زمری، ۱۳۹۷ل): د بنګلدیش او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ په دویمه شل اوریزو سیالۍ کې بنګلدیش له ویسټ انډیز څخه د تېرې سیالۍ غچ واخیست او ماتې یې ورکړه.

بنګلدیش لوبډلې لخوا شکیب الحسن هم لومړی په توپوهنه کې مسوولیت ادا کړ او هم یې توپوهنه کې د ویسټ انډیز توپوهونکي ستر شاټونو ته پرینښودل، دده ترڅنګ تمیم اقبال هم په زړه بورې توپوهنه وکړه.

په دغه سیالي کې ویسټ انډیز پچه وګټله خو بنګلدیش ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه چې ددوی لپاره غلطه ثابته شوه، او بنګلدیشي لوبغاړي وتوانېدل په ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۱ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا تمیم اقبال ۷۰ او شکیب الحسن ۶۴ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د ویسټ انډیز لوبډلې ښه پېل وکړ خو ویکټې یې له لاسه ورکړې، په همدې ګول یې په ۲۰ اورونو کې ۹ لوبغاړي وسوځېدل او ۱۵۹ منډې یې جوړې کړې، چې سیالۍ یې د ۱۲ منډو په توپیر وبایلله، ددوی لخوا فلیچر او پاویل ۴۳-۴۳ منډې جوړې کړې.

د لوبې غوره لوبغاړي جایزه د بنګلدیش تمیم اقبال ترلاسه کړه، نوموړي په ۴۴ توپونو د ۴ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته ۷۰ چټکې منډې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو لړۍ ۱-۱ مساوي شوه او پریکړه کوونکې لوبه به د دوشنبې په ورځ د اګست میاشتې په ۶مه نېټه د سخار په ۴:۳۰ بجې ترسره کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د