په بلوچستان کې د ګیس درې نور پيپونه تخريب شوي

Balochistan-fire-pipelineنن ټکی آسیا: پرون د یکشنبې په ورځ د بلوچستان د بګټي او سوی په سیمه کې د ګیس د توزیع پر دریو پيپو باندي چاودني وشوې چې له امله یې د ګیس توزیع ته یو وار بیا سخت زیان رسیدلی.
امنیتي چارواکو ویلي چې چاودیدونکي مواد د پیر کوه سیمي ته نیژدې د ګیس د توزیع 8 انچه او 16 انچه پیپو لاندي ځای پر ځای سوي وه، چې د پټاو وروسته دغه پیپونو ته ډېر تاوان رسیدلی، یوه بله چادنه په یو 6 انچه پيپ باندي د (سوۍ) په سیمه کې شوې.


قریب د یوې اونۍ راهیسي د بلوچستان په اکثره سیمو کې د ګیس توزیع سخته زیانمنه شوې او ولسي خلګ یې ډېر پرېشانه کړي.
په تېره یوه اونۍ کې تر اوسه اته پيپونه د وسلوالو بلوڅانو له خوا پټاو شوي.
مخکې د سويي سدرن ګیس کمپنۍ یو چارواکي عنایت الله اسماعیل میډیا ته ویلي وو چې د کوټي او شاوخوا سیمو کې به د شنبې په ورځ د ګیس توزیع یو وار بیا فعاله شي.
مګر د پرونی چاودنو وروسته بیا نه ده مالومه چې کله به د ګیس توزیع یو وار بیا په بلوچستان کې شروع شي.

 

دا پرمختګ په داسي وخت کې منځته راغلی چې د پاکستان د کوټي او په شاوخوا کې مسلسل بارانونه شروع دي، او د ژمي د موسم له وجي سخت یخ دی، د بلي خوا د پاکستان د هوا پيژندني ادارې خبرداري ورکړی چې کویټه او شاوخوا کې به په راتلونکو ورځو کې ډېر بارانونه وشي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.