fbpx

کوهاټ: په ترافیکي پيښه کې ۲۳ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴زمري، ۱۳۹۷ل): د خیبرپښتونخوا په کوهاټ ولسوالي کې د یوه بس او تیلو ټانکر تر منځ په ټکر کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ تنو ته پورته شو.

د تفصیلاتو سره سم د کوهاټ په «لاچي» سیمه کې پر «انډس های وې» باندي دغه پېښه را منځته شوې چې له امله یې د ماشومانو او ښځو په شمول یاده مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پيښې له ځایه ۳۵ تنه ټپيان هم روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د کوهاټ پولیسو رسنیو ته ویلي چې د مسافر وړونکی بس د «بونیر» څخه کراچي ته پر لاره وو چې د پيښې سره مخ شو.

دوی زیاته کړې چې پيښه د موټر د تیز چلولو له امله را منځته شوې خو دوی نور تحقیقات هم کوي.

د یادونې وړ ده چې د تیرې جون میاشتي پر ۵مه نیټه هم د کوهاټ پر لویې لارې (انډس های وې) باندي د مسافر وړونکی یوه موټر کې اور لګېدلی وو چې له امله یې ۵ تنه وژل شوي او ۶ تنه ټپيان شوي وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د