سویس: د الوتکې غورځېدو په پيښه کې ۲۰ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴زمري، ۱۳۹۷ل): په اروپايي هیواد سویس کې د سیلانیانو د یوې الوتکې د غورځېدو له امله ۲۰ تنه وژل شوي.

د راپورونو سره سم الوتکه د دوهمي نړیوالې جګړې د وخت وه، چې د سویس هیواد د ښکلو منظرو څخه د لیدنې لپاره کارېده.

الوتکه د سیګناس په غرونو کې غورځېدلې، چې له امله یې یاده مرګ ژوبله اوښتې ده.

په وژل شویو کسانو کې ۱۷ تنه مسافر او ۳ د الوتکې عمله وه.

پولیسو ویلي چې الوتکه د غرونو په سر کې غورځېدلي چې له امله یې دوی ته د موسم د خرابوالي له امله د کومک رسونې او مړو د انتقال پروسه سخته کړې ده.

په وژل شویو کسانو کې ۱۱ نارینه، ۹ ښځي شاملي دي، چې ټول یې سیلانیان دي.