fbpx

ویرات کوهلي په ټیسټ سیالیو کې د نړۍ لومړی مقام خپل کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ زمری، ۱۳۹۷ل):  د هندوستان کرېکټ لوبډلې مشر او د نړۍ په کچه تکړه لوبغاړي ویرات کوهلي د استرالیا لوبډلې تکړه توپوهونکی سټیو سمیت شاته او پر ځای یې لومړی مقام خپل کړ.

د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د یکشنبې په ورځ د لوبغاړو نوې پوړ بندي اعلان شوه چې په کې ویرات کوهلي د سټیو سمیت ۳۲ میاشتنی ریکارډ مات او پرځای یې خپل نوم ثبت کړ، نوموړی له سچن ټنډولکر څخه چې په ۲۰۱۱م کې يې لومړی مقام خپل کړی و وروسته لومړی هندی لوبغاړی شو چې په نړیوالو ټيسټ سیالیو کې يې دغه مقام وګاټه.

تېره ورځ ویرات کوهلي د انګلستان لوبډلې پر وړاندې په لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې مسوولانه لوبه ترسره کړه، چې په لومړۍ پاڼۍ کې يې ۱۴۹ او دویمه کې يې ۵۱ منډې جوړې کړې، نوموړي که څه هم لوبډلې ته بریا ورنکړه خو خپل ځان یې لومړي مقام ته ورساوه.

ویرات کوهلي اوسمهال د کرېکټ نړیوالې شورا په ټيسټ پوړ بندۍ کې له (۹۳۴) نمبرو سره دی، نوموړی لومړی هندی او څوارلسم نړیوال لوبغاړی شو چې په دومره نمبرو لومړی مقام خپلوي.

که چیرې ویرات کوهلي په راتلونکو ټيسټ سیالیو کې ښه وځلید نو کولای شي په لومړي لسو زیاتو نمبرو اخیستونکو لوبغاړو کې راشي په کوم کې چې ای بي ډيویلیئرز، جاک کالس او میتیو هیډن له وړاندې څخه موجود دي، په دې جدول کې تر ټولو زیاتې نمبرې ډونلډ بریډمین (۹۶۱) او سټیو سمیت (۹۴۷) اخیستې دي، پر سټیو سمیت له تېرو څو میاشتو راهیسي په نړیوال کرېکټ د یو کال لپاره بندیز لګیدلی دی.

دا مهال د ټیسټ سیالیو په نړیوال رینکنګ کې په (۹۳۴) نمبرو لرلو سره لومړی ویرات کوهلي، دویم سټیو سمیت (۹۲۹)، درېیم جويي رووټ (۸۶۵) او څلورم کین ویلیمسن له (۸۴۷) نمبرو سره دی.

همدا ډول ویرات کوهلي په یو ورځنیو سیالیو کې هم لومړی مقام لري، نوموړی په (۹۱۱) نمبرو سره لومړی، بابر اعظم له (۸۲۵) نمبرو سره دویم او جویي رووټ له (۸۱۸) نمبرو سره درېیم مقام لري.

یاده دې وي چې ویرات کوهلي تر دې دمه ۶۷ ټیسټ سیالۍ ترسره کړي چې د ۵۴.۲۸ اوسط سره یې ۵۷۵۴ منډې جوړې کړي، همدا ډول یې ۲۱۱ پنځوس اوریزې سیالۍ کړي چې په ۵۸.۲۰ اوسط سره یې ۹۷۷۹ منډې جوړې کړي، سربېره پر دې نوموړي په ۶۲ شل اوریزو سیالیو کې ۲۱۰۲ منډې په ۴۸.۸۸ اوسط جوړې کړې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د