
سعودي عالم: که حاکم نیم ساعت پر تلویزون زنا وکړي، حکم یې څه دی؟ / ویډیو
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴زمري، ۱۳۹۷ل): د سعودي یوه سلفي عالم په مسجد کې د وینا پر مهال وویل، ولسمشر یا حاکم که پر تلویزون باندي هره ورځ د نیم ساعت لپاره زنا وکړي، بیا یې هم په حق کې منفي خبره کول «ګناه» او ناجایز کار دی.
د سعودي سلفي دیني عالم عبدالعزیز الریس دغه وینا په ټولنیزو پاڼو کې لاس پر لاس شوه او خلکو بد رد باندي وویل.
نوموړي وویل چې حاکم باندي په هیڅ صورت خروج جایز نه دی، که څه هم هغه هره ورځ د نیم ساعت لپاره پر تلویزون باندي په ژوندۍ بڼه زنا وکړي او شراب وخوري.
نوموړي دغه وینا د مدنیې منورې په یوه مسجد کې کړې او زیاته کړې يې ده چې څوک غواړي حاکم ته نصیحت وکړي نو مخامخ دي يې ورته وکړي، که دا کار نشي کولای، نو خاموشي دي اختیار کړي، ځکه له دې څخه بیا نورې فتنې جوړیږي.
د نوموړي په وینا که څوک پر حاکم باندي نیوکه کوي، نو په داسي الفاظو دي يې وکړي چې د هغه نوم نه اخلي، مثلا وايي دي: زنا زیاته شوې او زنا حرامه ده، او بیا به حاکم ته دعا کوي تر څو د خلکو زړونه ورته را جلب شي.
د ټولنیزو پاڼو فعالانو د نوموړي وینا رد کړې او ویلي یې دي چې دغه سي فتواوي څرګندوي چې اوسني عالمان تر کومه حده د واکمنو د لاس آله ګرځېدلي.
د نوموړي پر قدم د متحده عرب امارتو یوه سلفي عالم هم قدم ایښی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه حدیث ته په استناد یې ویلي چې حاکم که زنا وکړي، شراب وخوري، ربا وخوري او د کفر نه علاوه ټولې ګناوي په ښکاره وکړي، بیا یې هم په اړه منفي خبره کول حرام دي.
د یادونې وړ ده چې په سعودي کې په سلګونو دیني عالمان د اصلاحاتو غوښتنې او ګناهونو د مخنیوي په اړه د ویناو له امله نیول شوي او ډیری یې له دې وجي هم نیول شوي چې ولي د حکومتي سیاست ملاتړ په رسنیو کې نه کوي.
او که نیم ساعت کو……. په لایب تلویوزون کی ورکړی هم جایز دی خبری پسی نه کوۍ ،کو …. حاکم
استغفروالله یاالله ته مو له داسې حاله وساتې یاالله ستا له قهر له عذابه مو وساتې یاالله ته موژ ټولو ته هدایت وکړې اخیر وخت دﺉ دا هغه سلفیان دی چې په ځاﺉ ده دې چې کفارو سره جهاد وکړی لاکن برعکس مسلمانانو سره بحثونه کوی دومره علم که وی چې بحث په وکړی نور علم نه زده کوی او مسلمانانو ته به واﺉ چې مشرکان شویۍ د ده یوه ملا خبرې ندی داده ټرمپ زامن د ټرمپ خبرې کوی مطلب ډالر یې غږه وي
فکر کوم چه حکم به یی دا وی چه د هغه زناکار ظالم حاکم سره چه دا ډول بیدینه د علماوو په نوم چه [ په حرمینو کی د امام په توګه ورته چپن په اوږو اچوی او لوړ معاشونه ورکوی او د هندوانو په شان ږیری یی پری پری ایښی وی ] ورسره یو ځای په هماغه تلویزون کی جامی تری وباسی او په خره یی سور او بیا یی د هماغه وحشی حاکم سره یوځای په تیلو کی وسیزی داسی معلومیږی چه محمد بن سلمان د ترمپ بن سلمان په قومانده خپله لور ورته د دی کار د… نور لوستل »
د سیکس فلم نندارچیانو ته دا خبر ښه زیری دئ. ددې فتوې څخه ښکاري چي ډیر ژر به د هغو سعودي شهزاده ګانو نیم ساعته سیکس کلیپونه په نندارهئزو رسنیو کي وکتلای سي چي د اسرائلو دداخلې وزیري سره د جنسي اړیکو په مهال ځني ډک سوي وه. که داسي نوي نو بیا موږ احناف حق لرو چي ځني وپوښتو چي که پر دا نیم ساعته یوه ثانیه زیاته سي نو بیا یې حکم څه دئ. #####
یو احمق سلفی کور غوښت ، ورته پیدا شه او يوې مهربانې میرمنې کور ورته په کرایه ور کاوه خو کله چې کورته ورغلو هغې ښځې ټولو ته لاس وړاندې که او ور ئې که خو سلفي له لاس ورکولو انکار وکه او دې ښځې ته وایې چې ته باید خپل لاس میړه ته دې ورکړې بلچاته دې لاس ورکولحرام دي ! هغې جرمنۍ ښځې چې داخبرې واورېدې نو یې ورته ووېلې چې ددوی په کلچر کې د ښځې او نر فرق په حقوقي لحاظ نشته ! نو ته چې داسې مزخرفه تیوري لرې زما کور په تا حرام ده… نور لوستل »
ههههه وایې چې مړی خدای شرموی نو په تخته یې باد وځی… له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه قربان شم. دا د عصر ابوجهلان می دده په ښار ندی پیرزو. سلفیان خو په معمولي خبره خلک تکفیروی مګر ځانونو ته داسی لاری جوړوی. البته زمونږ د چارواکو اوس مزی شوی. مخکی به کله کله دوبۍ او انډیا ته تلل اوس به ددی فتوا نه ښه دوطرفه خوند واخلی. زمونږ جهاد ته قتال او ناروا وایې مګر د خپلو یمنی ګاونډیانو شفاخانې هم بمباروی. ستاسو غوندی د امریکا غلامانو ته ښه فتوا ده مګر عام مسلمانان ستاسو په خوله… نور لوستل »
پناه غواړم له داسی دغلامئ ځنځیر په غاړه او تش په نامه مذبذبه عالمانونه. البته دعالم نوم ورکول دحق دلاری سپیڅلو عالمانو توحین دئ.
ګمان کوم داسی جاهلان په آخرت یقین نه لری.
که هر څومره تردید یي وسی کم دئ.
لعنت لعنت لعنت دی وی په داسی انسان نما ځناورو.
اصلاً دا یو ډېر پټ او دروند پیغام دی د حاکم هیئت په وړاندی. د فتوا شکل ئې داسی دی چه مثلاً که نیم ساعت…… خو خبره تر نیم ساعت څه چه تر نیمی پېړۍ تېره ده، ددې فتوا معنی داده چه د حاکمیت په وړاندی خروج روا دی ځکه کیسه تر نیم ساعت اووښتې ده او کلونو کلونو ته رسېدلې ده. په هر صورت، یو ځل بیا ددې مُډرن جاهلیت په وړاندی یو بل غیر وحیانی انقلاب رامنځته کېدونکی دی منتهی پدې انقلاب او پدې فتح کی به دا اعلان ونه شی چه مثلاً هر څوک چه مثلاً د… نور لوستل »
توبه مي ده ای زما پالونکې څښتنه! لکه چي الله سبحانه پر وهابي عالمانو او حاکمانو باندي د دوی د ډول ډول جرمونو ، سرغړونو، غرور او کفر پالني له امله د ابتلا دروره راوستې ده. الهي عجز، عذر او زارۍ درته کوم چي له غرور، تکبر، ګمراهۍ، د ظالمانو او کافرانو له ملاتړ، منافقت، مادي پالني، د دنيا د زرق وبرق خوښوني، د حق او مظلومانو سره له ضديت، او ستا له قهر او غضب او ازميښت څخه مي په خپل ربوبت او الوهيت وساته! الهي وطن مو د کفر او کفر پالني له لوثه راوژغوره او د سم… نور لوستل »