fbpx

سیاسي ګوندونه او د هغوی سیاسي استقلال

شاهد (غزنیوال)

له څه وخته راهسي په محلي رسنیو کې د سیاسي ګوندونو او د هغوي د سیاسي صلاحیتونه په اړه هنګامه را پورته شوې چې ورځ تر بلې پراخیږي.

یاده هنګامه هغه مهال پیل شوه چې کله د تیر چنګاښ د میاشتې په اتمه ارګ مشر ښاغلي غني د هیواد پر ګوندونو او سیاسي جریانونو باندې نیوکه وکړه او هغوی ته یې د یوه توند خطاب په ترڅ کې وویل چې :

(دا سیاسي احزاب څوک او چا انتخاب کړي، چې د افغانستان د خلکو په استازیتوب غږیږي؟!)

خو د ښاغلي غني د یادې نیوکې په مقابل کې سیاسي ګوندونو غبرګون وښود او د ځان په وړاندې یې د غني څرګندونې دیکتاتورانه او له ډیموکراټیک فرهنګه لري وبللې.

مونږ دلته د ښاغلي غني او د سیاسي ګوندونو ترمنځ د مناقشي په اړه بحث نه کوو بلکې غواړو پر دې بحث وکړو چې په افغانستان کې پر موجودو سیاسي ګوندونو تر کومه حده په واقعي معنی د سیاسي ګوند اطلاق کیدای شي اوڅومره له سیاسي استقلال او صلاحیته برخمن دي.

د سیاسي ګوندونو تأسیس او لاملونه:

کولای شو د افغانستان موجود سیاسي ګوندونه چې په رسمي ډول له وزارت عدلیې سره راجستر شوي او شمیر یې تقریبا ۱۱۵ سیاسي ګوندونو ته رسیږي په دوو برخو وویشو:

لومړی هغه ګوندونه چې تر امریکايي اشغال وړاندې یې په افغانستان کې فعالیت درلود.

دوهم هغه ګوندونه چې تر اشغال وروسته یې تأسیس شوي دي.

یعني که په دقیق ډول په افغانستان کې د ګوندونو تاریخچي ته وکتل شي نو د افغانستان ټول سیاسي ګوندونه د دوو مرحلو پیدا وار دي.

لومړۍ پر افغانستان د شوروي یرغل مرحله .

دوهمه د امریکايي یرغل مرحله .

په ۱۹۷۹ کې پر افغانستان تر شوروي یرغل وروسته د خلق او پرچم شوروي پلوه ګوندونو ترڅنګ د کمونیستي واکمنۍ او شوروي اشغالګرو په خلاف له افغانستانه بهر خواوشا ۱۳ ګوندونه ظاهرا د یوې مذهبې او فکري روحیې په لرلو سره په پوځي او سیاسي فعالیت پیل کړ.

په دغو تنظیمونو کې که څه هم چې ځینو یې په یوه او بل نوم تر شوروي اشغال وړاندې هم د هیواد په داخل کې جزئي فعالیت درلود خو سیاسي تبارز یې تر اشغال وروسته له هیواد څخه بهر وشو.

یاد تنظیمونه چې هماغه وخت یې د جهادي تنظیمونو په نوم شهرت درلود د امریکا د متحده ایالاتو له سیاسي او پوځي حمایت څخه برخمن او د امریکايي وسلو او تمویل په مټ یې د شوروي ځواکونو خلاف پوځي فعالیت کاوه.

د یادو ګوندونو له جملې څخه یې (۷) هغو په اهل سنت او (۶) نورو یې په اهل تشیع پوري تعلق درلود چې مرکزي دفترونه او د سیاسي فعالیت ځایونو یې له هیواده بهر په پاکستان او ایران کې موقعیت درلود.

د شورویانو تر وتلو وروسته د سیاسي تنظیمونو فعالیت:

په ۱۹۸۹ کې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو تر عقب نشیني او په ۱۹۹۱ کې په کابل کې د کمونستي نظام تر سقوط وروسته امریکایانو د یادو تنظیمونو له حمایت څخه لاس واخیست او د هغوي ډیري کابل ته په رارسیدو سره د واک د تصاحب په غرض په خپل منځي جګړو کې ښکیل شول.

څلور کاله د دوئ د خپل منځي جګړو په ترڅ کې هغه کابل چې د شوروي اشغال په لس کلنه دوره کې له ویراني او تباهي روغ پاتې وه هم په کنډواله بدل ، (۶۰۰۰۰) کابل ښاریان شهیدان او افغانستان په کورنۍ جګړې کې ښکیل شو.

د طالبانو په وړاندې د سیاسي ګوندونو موقف:

په ۱۹۹۴ کې د کورنۍ جګړې د خاتمې او د تنظیمي فساد د له منځه وړلو په خاطر د طالبانو اسلامي تحریک تأسیس شو چې د هغوی په مقابل کې حزب اسلامی د حکمتیار په مشري ، جمعیت اسلامي د استاد رباني او وحدت اسلامي د محقق او خلیلی په مشرۍ مقاومت پیل کړ چې وروسته د جمعیت او حزب وحدت ترمنځ په یووالی سره له هغوی څخه د شمالي اتحاد په نوم یو بل پوځي ایتلاف تشکیل شو چې د ایران او همدا راز د ګاونډې هیواد تاجکستان لخوا یې پوځي او لوجیستیکي مرسته کیده .

خو طالبانو د تنظیمي ګوندونو له مخالفت سره سره وکړای شول چې د ولسي حمایت په مټ د هیواد پنځه نوي سلنه له تنظیمي حاکمیت څخه تصفیه او په پلازمینه کابل کې یو مسلط نظام حاکم کړي.

تر امریکايي یرغل وروسته:

په ۲۰۰۱ کې په افغانستان د امریکايي یرغل په نتیجه کې د طالبانو د واکمني تر سقوط وروسته یاد تنظیمونه ټول د امریکايانو ترڅنګ و دریدل او د طالبانو د واک په رانسکورولو کې یې امریکایانو ته د پليو ځواکونو رول ولوباوه.

پر افغانستان د شوروي اشغال په خلاف جوړ شوي تنظیمونه چې د جوړیدو لامل یې د شوروي اشغال په مقابل کې د خپل هیواد له حریمه دفاع کول و پر افغانستان د امریکايي اشغال په مهال ټول په یوه خوله د هغوی د مدافعینو په توګه د هغوي ترڅنګ ودریدل.

په تنظیمي رهبرانو کې یواځې ستر ملي مشر مولوي محمد یونس خالص (بابا) د افغانستان د اسلامي حزب د مشر په توګه د امریکايي اشغال په خلاف د جهاد په اعلانولو سره د هغوي مخالفت وکړ.

همدا راز د حرکت انقلاب اسلامي مشر مرحوم مولوي محمد نبي (محمدي) چې همدا مهال ناروغ و د امریکايي رژیم له حمایته ځان لیري وساته.

د حزب اسلامي افغانستان مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار که څه هم چې شخصا له هیواده بهر او د امریکايانو خلاف یې سیاسي او تبلیغاتي مبارزه کوله خو د ګوند ټول تشکیلات او اجرائیه شورايي د جمعیت ، اتحاد ، حزب وحدت ، او نجات ملي تنظیمونو په څیر د کابل د تحت الحمایه رژیم برخه او د هغه ترڅنګ ولاړ وو، ښاغلی حکمتیار د حزب اسلامي د مشر په حیث نه له امریکايي نظام سره د خپل ګوند د اجرائیه شوری د غړیو عضویت تحریم کړ او نه یې هم له هغوی څخه برائت اعلان کړ؛ بلکې د هغه پر ځای یې په یوه او بل نوم د کابل له تحت الحمایه رژیم سره د مراودې او سیاسي روغې جوړې سلسله جاري وساتله تر څو بالاخره نوموړی خپله هم په ۴/۵/۲۰۱۷ م کابل ته راغي او د نورو هغو ګوندونو برخه شو چې تر ده وړاندې د کابل رژیم برخه ګرځیدلي وو.

پر افغانستان د امریکايي اشغال په مهال د تنظیمي ګوندونو په منځ کې تر نورو زیات هغه ګوندونه امریکایانو ته ډیر نیږدي شول کوم چې د شوروی اشغال په مهال رادیکال او توندلاري بلل کیدل چې هغه عبارت و له اتحاد اسلامي (استاد سیاف) ، جمعیت اسلامي (استاد رباني) او حزب اسلامي (مهندس حکمتیار) څخه.

د امریکايي اشغال تر سیوري لاندې د سیاسي ګوندونو تکثُر:

پر افغانستان تر امریکايي یرغل وروسته چې د نظام جوړونې او دیموکراسي پلي کولو په پلمه تر سره شو چې مونږ یې د تنظیم سازي دوهمه مرحله بللای شو په افغانستان کې یو شمیر کسانو ته د دې زمینه مساعده شوه چې په مختلفو نومونو سیاسي ګوندونه جوړ کړي، حتی د همدې افغاني ګوندونو په منځ کې یې ځیني تر داسې مسمیاتو (نومونو) لاندې ګوندونه جوړ شول چې عین هماغه نومونه همدا اوس په امریکا کې د فعالو سیاسي تنظیمونو نومونه دي.

په دغو ګوندونو کې داسې ګوندونه هم شته چې د افرادو شمیر یې د لاس د ګوتو شمیر ته هم نه رسیږي خو دوی بیا هم د کابل رژیم له عدلیه وزارت سره د یوه مستقل سیاسي ګوند په نوم ثبت او د یوه مستقل ګوند له حقونو او امتیازاتو څخه برخمن دي.

د دغو ګوندونو مطلق اکثریت د امریکايي اشغال مؤیدین بلکې د تأسیس لامل يي د اشغال تائید دی . د هغوی د فعالیت اساسي برخه امریکايي مصالحو ته کار کول او په خپل هیواد کې غربي فرهنګ ترویجول دي.

د یادو تنظیمونو ټول لګښتونه او امکانات د امریکا له سفارته تأمینیږي او د کار او فعالیت شاخصونه هم د امریکايي سفیر لخوا ورته مشخص کیږي.

خلاصه :

په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو په نوم موجود سیاسي جریانونه هغه که په پخوانيو جهادي رهبرانو پوري تړاو لري او که د کمونیستي نظام په پاتي شونو خلق او پرچم ډلو او یا هم تر امریکايي اشغال را وروسته نو تأسیسه ډلو پوري مربوط دی هیڅ ډول سیاسي صلاحیت او خود ارادیت نه لري ؛ بلکې ټول فعالیت یې د امریکايي سفیر په رضایت او ارادې پوري تړلی چې له خپله ځانه د هیڅ تصرف تصور هم تري نه شي کیدای.

بلکي همدا سیاسي ګوندونه د کابل د تحت الحمایه رژیم په څیر دي چې امریکایانو ورته د لیري پرتو سیمو د پریښودو امر وکړ دوی له هیڅ ځنډ پرته له هماغو سیمو څخه په وتلو شروع وکړه که یادو سیاسي ګوندونو ته همدا نن امریکايي سفیر امر وکړي چې خپل ګوندونه منحل او یا هم په نورو هغو کې مدغم کړئ نو سمدستي به یې مني او سبا ته به د همدې ۱۱۵ سیاسي ګوندونو شمیر ۱۵ ته تنزل کوي ، دا یو اقعیت دی چې هيڅوک هم تري انکار نه شي کولای او نه هم ورباندې سترګې پټولای شي.

ځکه پښتانه وايي ( لکه غر هماغسی يي کربوړی) لکه څرنګه چې موجوده رژیم په افغانستان کې د امریکايي حمایت او د جان کیري په وصایت پر افغانانو تپل شوی یو بیواکه ، بي ارادي او له ملي حمایته بي برخې رژیم دی په هماغه ډول د هغه د فعالیت تر ساحې لاندې موجود سیاسي ګوندونه پردې پاله ، بي ارادي او له ولسي حمایته محروم ګوندونه دي چې ټول زرق او برق یې د امریکايي سفارت تمویل دی ، که همدا نن هغه ورباندې قطع کیږي سبا به یې نه دفتر یې او نه دفتر وال نه پیره دار وي او نه هم کوټوال…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د