په انډونیزیا کې د زلزلې وروسته ۸۲ تنه وژل شوي / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵زمري، ۱۳۹۷ل): د انډونیزیا چارواکي وايي چې تر اوسه د یک شنبې د ورځې په زلزله کې ۸۲ تنه وژل شوي دي او په سلګونو نور ټپيان دي.

زلزله چې قوت یې ۷ ښودل شوی او عمق یې لس کیلومتره په ځمکه کې دننه وو، مرکز یې سیاحتي جزیره «لامبوک» وو، خو قوي لرزې یې په بلې سیاحتي جزیرې «بالي» کې هم محسوس شوي دي.

چارواکي وايي چې تر اوسه د ۸۲ تنو د وژل کېدو خبر ورکول شوی او په سلګونو نور ټپیان دي.
زلزله پرون د یکشنبې په سهار وشوه خو په لومړیو کې يې د تلفاتو په اړه راپورونه ابتدائي وه.

باید وویل شي چې دا زلزله یوه اونۍ وروسته تر هغې زلزلې په همدې سیمه کې وشوه چې قوت یې ۶.۴ وو او له امله یې ۱۷ تنه وژل شوي وه.