کابل او هلمند کې چاودنو سرتیرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۵زمری ۱۳۹۷ل): د کابل د پغمان ولسوالۍ کې د ښخ کړای شوي ماین د چاودنې له امله د ملي اردو څلورو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي پیښه تېر ماښام ناوخته په یاده سیمه کې رامنځ ته شوي، سرچینه زیاتوي چاودنه د ملي اردو پر رینجر موټر شوي چې له کبله یې د دوی په وینا دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

خو له پغمان نه یوې سرچیني بیا تلفات اووه تنه ښودلي چې وایی 3 مړه او 4 زخمیان دي.

بلخوا طالبانو ویلي چې یاده چاودنه د دوی له لوري ترسره شوي او زیاتوي چې د پغمان ولسوالۍ مربوط په خواجه او ګل غونډۍ سيمه کې پر رينجر موټر د چاودنې په ترڅ کې موټر ويجاړ شوی او پنځه عسکر وژل شوي دي.

آخوا له هلمنده راپورونه وایی چې د ګرمسیر ولسوالۍ، شمالان سیمه کې په یو کور کې د چاودني له امله د دغي کورنۍ 15 غړي وژل شوي دي. د سیمي اوسیدونکي وایی چې د هاوان مرمۍ را پریوتي.

خو دولتي چارواکي یې نه مني او د ماین چاودنه یې ګڼي.

په دغه پېښه کې 5 کسان وژل شوي او 10 نور ټپيان دي، چې ټول یې د یوې کورنۍ غړي دي.

د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک وايي، چې د باران په نوم یو کس د ماین پر جوړولو بوخت و، چې چاودنه پرې شوې او په خپله دی، درې زامن یې او یو ورور یې وژل شوي او د 4 میرمنو په ګډون 7 کسان ټپيان شوي دي.

نوموړي باران نومی کس طالب قومندان یاد کړی. خو ځایي‌ خلک وایي، چې په دغه کور کې د هاوان مرمۍ لګیدلي او چاودلي ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د