ننګرهار: چاودنې د اردو درې عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵زمري، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د جلال اباد ښار د خوندیتوب په پلمه امنیتي مسؤلیت د ملي اردو عسکرو ته وسپارل شو، تېر ماښام یو ځل بیا چاودنه وشوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وايي چاودنه یو تن په ځان پسې تړلیو موادو ته ورکړه، چې پکې د اردو درې عسکر ځای پر ځای ووژل شول.

دغه پېښه د بهسودو پلمه ته څېرمه رامنځته شوې ده.

له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د ننګرهار د مرکز وضعیت خورا ترینګلی شوی دی، چې ځايي اوسېدونکي يې د یوې ډرامې برخه بولي.

د ننګرهار ځينو فعالانو په خواله رسنیو کې په ښار کې ګونګ بریدونه چې هیڅ وسله‌واله ډله يې یا مسؤلیت پر غاړه نه اخلي يا يې هم مسؤلیت داعش ته په غاړه ور اچول کېږي، د مافیايي کړیو کار بولي.

د خالد په نامه یو تن فیسبوکي فعال د هر برید اړوند ځينې جزییات خپاره کړي او ښوودلې يې ده، چې د ملي شورا ځینې غړي، ځايي ټوپکوال او په فساد ککړ چارواکي پکې ښکېل دي.