fbpx

عبدالله عبدالله: حکومت د طالبانو او امریکا پر مخامخ خبرو خبر دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵زمري، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا ناسته کې د امریکايي ډيپلوماټانو او طالب مشرانو تر منځ د مخامخ خبرو پخلی وکړ.

عبدالله دعوه وکړه چې دوی پر دې تماسونو خبر و او په وینا يې وړاندې هم دا ډول تماسونه نیول شوي او تازه هم دا کار شوی دی.

سره له دې چې په ځينو راپورونو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز او د طالب سیاسي مشرانو تر منځ د خبرو اړوند یوازې دا راغلي و، چې دا ناسته د نورو ناستو لپاره مقدمه وه، خو عبدالله عبدالله وايي په دې خبرو کې پر دې بحث شوی چې څنګه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرې وشي.

وړاندې تر دې افغان ډيپلوماټانو په دې تړاو څه نه ویل او ټينګار يې کاوه، چې هر ډول خبرې باید د دوی په مشرۍ او د دوی له لوري وشي، خو دا لومړی ځل دی چې د حکومت شریک پر دې اعتراف وکړ چې طالبان او امریکا مخامخ سره غږېدلي دي.

د طالبانو او امریکایانو تر منځ وروسته له هغه مخامخ خبرې پیل شوې، چې ډونالډ ټرمپ د جګړې د ختمولو لپاره خپلو ډيپلوماټانو ته امر وکړ چې له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي.

امریکا د ناټو په ملګرتیا په ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر په اوومه د مخدره موادو د ورکاوي او له «تروریزم» سره د مبارزې په پلمه پر افغانستان یرغل وکړ، چې له لومړۍ ورځې يې پر وړاندې ولسي مقاومت دوامدار پاتې شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د