تصویر؛ له ارشیفه، طالبان له قومي مخورو سره

کابل: طالبانو د ښوونځیو او مدرسو له مسؤلینو سره غونډه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵زمري، ۱۳۹۷ل): طالبانو په پلازمېنه کابل کې د ځینو ښوونځيو او مدرسو له مسؤلینو سره د معارف د کیفیت په لا ښه کېدو غونډه کړې ده.

دغه غونډه چې د کابل ښار لوېديځ ارغندۍ سیمه کې د قلعه نو په یوه ښوونځي کې جوړه شوې وه، د پغمان ولسوالۍ د ګڼو ښوونځيو او مدرسو مسؤلینو پکې برخه درلوده.

په غونډه کې د ښوونیزو بنسټونو پر ستونزو او حللارو بحث وشو.

طالب پلاوي چې په سیمه کې يې د تعلیمي او تربيې کمیسیون استازي مشرتوب پر غاړه درلود، د زده کوونکو او ښوونکو پر حاضرۍ ټینګار وکړ.

غونډه کې ټینګار وشو، چې له زده کړو پاتې ماشومان هم باید د زده کړې له پروسې سره یو ځای شي او کورنیو ته يې قناعت ورکړل شي.

طالبان د نظامي کمیسیون تر څنګ، به اقتصادي، فرهنګي، دعوت او پوهنې برخه کې هم ځانګړي کمیسیونونه لري چې په نږدې ټول هېواد کې خپلې دندې پر مخ وړي.

دا په داسې حال کې دی چې افغان حکومت پر ځینو ښوونیز مرکزونو د بریدونو او سوځېدو د پړې ګوته نېغه طالبانو ته نیولې ده، چې دوی يې تل رد کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د