د ګډ حکومت پیل، اشرف غني، عبدالله عبدالله او جان کېري

امریکا له افغان حکومت سره ۱۵۳ میلیونه ډالر مرسته کمه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵زمري، ۱۳۹۷ل): امریکا له افغان حکومت سره د مرستې په وږدو کې راتلونکي کال کې د روان کال په پرتله ۱۵۳ میلیونه ډالره کم کړي دي.

د امریکا د نړیوالې پرمختيايي ادارې د معلوماتو پر اساس امریکا په ۲۰۱۹ میلادي کال کې له افغان حکومت سره په ملکي او انکشافي برخه کې د مرستې لپاره ۶۳۰ میلیونه ډالر بېل کړي دي.

د دې سرچينې په وینا دغه مرسته په روان میلادي کال کې ۷۸۳ میلیونه ډالر و او تېر کال ۲۰۱۷م کې شاوخوا میلیارد ډالر و.

په ټوله کې د افغانستان لپاره په پوځي امنیتي برخه کې د را روان میلادي کال لپاره پنځه میلیارده ډالر بېل شوي دي.

د امریکا کانګرس ته د دې بودجې د وړاندیز په متن کې یادونه شوې، چې امریکا کولی شي په دې پیسو د افغان عسکرو روزنه او تمویل وکړي او په دې توګه د دوی د مخالفینو پر وړاندې دغه روزل شوي عسکر سپر کړي.

افغان چارواکو لا هم په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو له عادت سره سم هغوی د امریکا هر ډول اقدام پر وخت ستایلی او هرکلی يې کړی دی.

امریکايي چارواکو د مرستې د کمښت علت نه دی په ډاګه کړې، خو بېلې کړې پيسې يې کافي بللې دي.

ځينو سرچينو وړاندې تر دې هم داسې راپورونه ورکړي و، چې د ټرمپ حکومت له افغان حکومته زړه توری شوی او غواړي ځان ور ټول کړي، ځکه خو يې له طالبانو سره مخامخ خبرې هم پیل کړې دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د