جاپان کې د امریکا د وحشي اټومي بمبار ۷۳ کلونه پوره شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵زمري، ۱۳۹۷ل): د ۱۹۴۵ کال د اګسټ د شپږمې سهار اته بجې او پنځلس دقیقې وې، د جاپان په ګڼو ښارونو کې د دویمې نړیوالې جګړې له امله د جګړې اور ژبغړانده و، چې د هیروشیما ښار اوسېدونکو د دویم لمر لیدلو ننداره وکړه.

د امریکا د وخت ولسمشر هرې ترومن خپلو جګړه مارو ته امر وکړ، چې له «انولا ګي» الوتکې د «کوچني ماشوم» په نوم اټومي بم د هیروشمیا پر ښار ور خوشي کړي، دغه بم له ځمکې ۵۷۶ متره پورته وچاودېده، د ګرمې درجه يې میلیونونو ته ورسوله او له ښاره لرې د دې وحشت لېدونکي وايي چې دوی داسې انګېرله چې دویم لمر ځمکې ته را کوزېږي.

په دې وحشي بمبار کې ټول ښار له خاورو سره خاورې شو، د لسګونو زرو قربانیانو له ډلې يې لوړه سلنه خلک عام وګړي و، د جاپان فابریکې، روغتيايي، پوهنیز او اقتصادي مرکزونه او د عامو خلکو ابادې او شاړې ځمکې په نشت برابر شوې.

له دې برید وروسته روسيې ناڅاپه لښکرو ته د برید امر وکړ او د جاپان په منچوري ور وختل، امریکا د روسيې مداخله ښه ونه بلله او فکر يې وکړ چې د یو بل وحشت په ترسره کولو سره جګړه پخپل نوم او ګټه پای ته ورسوي.

د «Fat Man» غټ سړي؛ په نوم يې یو بل اټومي بم الوتکې ته ور پورته کړ، دا برید په هيروشیما کې تر وحشت درې ورځې وروسته ترسره کېږي، پلان شوې وه چې باید کوکورا صنعتي ښار په نښه کړي چې د جاپان اقتصادي او نظامي ځواک صفر کړي، په دې ښار کې ګڼې د وسلو جوړولو فابريکې موجودې وې.

کله چې الوتکه دې ښار ته رسېږي، د ښار فضا وریځو او دوړو پوښلې وه، پیلوټ له مرکز سره اړیکه نیسي او د دقیقو فابریکو د ویشتلو بې وسي ورته وايي، خو مرکز امر ورته کوي چې تر بېرته راتګ دا ښه ده چې ناګاساکي پر نښه کړې.

امریکا دویم وحشت د ۱۹۴۵ میلادي کال د اګسټ په نهمه په پنجشنبه ترسره کړ او د ناګاساکي برخلیک يې د هیروشیما په څېر کړ.

تلفات:

په دې دواړو بریدونو کې شاوخوا ۲۲۰۰۰۰ تنه ووژل شول، چې ډېری يې ولسي وګړي و، په بمي بریدونو کې تر ۱۰۰۰۰۰ ډېر کسان ځای پر ځای ووژل شول، خو شاوخوا ۱۲۰۰۰۰ نور د بمي بریدونو له تخریبي شعاعو نه د هماغه کال تر پایه له نړۍ وکوچېدل.

د لومړي بمي برید یو پیلوټ پل وارفیلډ چې د امریکا د کولمبیا اوسېدونکي و، له برید وروسته ويلي و، چې دا یو تاریخي کار و، دی پرې هیڅ پښېمانه نه دی، هغه په ۹۲ کلنۍ کې مړ شو.

د هیروشیما په بمي برید کې د ساداکو ساساکي په نوم دولس کلنه نجلۍ په دې وحشت کې ژوندۍ پاتې شوه، خو سرطان تر ډېره ژوندۍ پرې نه ښوده، هغه له ټولې کورنۍ ژوندۍ پاتې شوې وه، چې وروسته يې په روغتون کې سا ورکړه، جاپانیانو د «د جګړې پر یاد پارک» کې د هغې مجسمه جوړه کړې او هر کال په همدې ورځ هلته له قربانیانو سره د خواخوږۍ په پلمه را ټولېږي.

امریکا د نړۍ په سطحه د واکدارۍ د غرور له پیله ګام پر داسې وحشت کېښود، چې د بشریت په تاریخ کې يې يې ساری نه لېدلی کېږي، خو د دوی سیاستوال خپل تاریخ او روانو جنایاتو ته په کتو لا هم ځان د بشري حقونو د مدافعینو علمبرداران بولي.