د افغانستان دایمي جنګ

واحد فقیري

لیکوال: واحد فقیري

ښاغلی رېمونډ د اګست پر ۵ مه باندي په نیوز ډې کي لیکي: د افغانستان په ۱۶ کلن جنګ کي څه د پاسه ۲۲۰۰ امریکايي عسکر، ۴۲۱۰۰ طالبان، ۳۰۴۷۰ افغان عسکر، او څه د پاسه ۳۱۴۱۹ ملکي افغانان وژل سوي دي. د دې ټولو وژونو سره سره، بیا هم موږ دا جنګ نه دئ ګټلی. دا ولي؟ که څه هم پدې جنګ کي موږ ډیر دوښمنان وژنو، خو بیا هم له افغانستانه راوتلای نه سو. ځکه که چیري موږ ووځو د کابل حکومت رانسکوره کېږي.

رمونډ کاږي زموږ د سیاستوالو لپاره هلته پاته کېدل آسانه کار دئ. ځکه زموږ فوج رضاکارانه دئ، او زموږ سیاستوال پوهېږي چي د جنګ پر خلاف د عامه خلګو د قیام چانس خورا کم دئ. ما ته د پوهنتون یوه پروفسور وویل: زما زیاتره محصلین خبر نه دي چي ۲۰۰۰ امریکايي عسکر په سوریې کي دي. دا ځکه چي عادي امریکایان پدې نه پوهېږي چي زموږ فوج څرنګه عمل کوي، او زموږ د دفاع بودجه څرنګه مصرفېږي. امریکایان صرف پدې پوهېږي چي باید خپلي اردو ته احترام وکړي.

د افغانستان،‌ عراق، او ویتنام شپږو امریکايي متقاعدو افسرانو یوې غونډي ته وویل: هغوی فکر نه کوي چي د ډورن حملې به د جنګونو په ګټلو کي مرسته وکړي. خو بیا هم زموږ سیاسي مشران او عام خلګ د داسي ستراتیژي حمایت کوي چي په اخلاقي لحاظ مشکوکي دي. د امریکا خارجي پالیسیو موږ په اخلاقي لحاظ کمزوري او حتی فاسد کړي یو. موږ ګومان کوو چي امریکا یو استثنايي ملک دئ، او د دې حق لري چي په نورو ملکونو کي مداخله وکړي. موږ نور ملکونه اشغال وو،‌ او بیا هغوی ته وايي،«هې، موږ امریکایان یو! موږ استثنايي ولس یو. راخئ چي یو داسي سیاسي نظام درته جوړ کړو چي موږ ته ورته وي.» انډرو بیسویچ یو مشهور امریکايي لیکوال دئ،‌ هغه یو وخت په ویتنام کي جنګېدلی هم وو. هغه وايي امریکا به هیڅکله په عراق او افغانستان کي خپل اهداف ترلاسه نه کړي. هغه وايي، زه د امریکا د موفقیت په باب «سل فیصده بدبین یم.»

لیکوال کاږي د امریکا د اوهایو د ایالت ګورنر جان کېسیک، چي غواړي د متحده ایالاتو جمهورریس سي، د افغانستان د جنګ په باب لیکي،«له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو بهترینه لاره دا ده چي یوه داسي سیاسي روغه جوړه تر لاسه سي چي افغانستان بیا هیڅکله د تروریسټانو پټنځای نه سي.»

ایکانومیسټ: په افغانستان کي د ټرمپ پالیسي تر پخوانیو جمهورریسانو بهتره ده:
د ایکانومیسټ مجله د اکسټ پر ۲ باندي لیکي کله چي اوباما قدرت ترلاسه کړ، هغه وویل،«د افغان جنګ باید وګټو.» خو اوباما هیڅکله د جنګ د ګټولو په باب متیقن نه وو. اوباما په اول سر کي څه کوښښ وکړ، خو وروسته ئې مدام هڅه کوله چي له افغانستانه راووځي. اما ټرمپ په اول سر کي وویل،«ما غوښتل چي له افغانستانه خپلي قواووي راوباسم.» خو امریکايي جنرالانو راته وویل چي په افغانستان کي پاته سم.

تېره میاشت، د امریکا ټاپ دپلوماتي مېرمن الیس ویلز د طالبانو سره په قطر کي وکتل. پدې مجلس کي د افغان حکومت کوم استازی نه وو شامل. او دا خبره دا ثابته وي چي امریکا پدې اعتراف کوي چي طالبان قوي حریفان دي، او باید جلا مذاکرات ورسره وسي. د طالبانو سره د امریکايي دپلوماتانو مذاکرات دا هم ښيي چي امریکا د افغان د جنګ یو مهم اړخ دئ، او په افغانستان کي ئې نظامي موجودیت د بحث وړ موضوع ده. ایکانومیسټ لیکي په افغانستان کي ټرمپ تر اوباما ښه ځلېږي، او خپله پالیسي ئې څه بدله کړې ده.

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالسمیع
میلمه
عبدالسمیع

امریکا ماته ده خو اوس د وتلو لپاره لاره لټوي. الله ج شرمولې ژر ده چې تښتي به انشاء الله…