fbpx

په درزاب کې له دوه کاله ځنډ وروسته یو ځل بیا ماشومان واکسین شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵زمري، ۱۳۹۷ل) د جوزجان ولایت درزاب ولسوالي چې یوه اونۍ وړاندې د طالبانو لخوا له داعش څخه تصفیه شوه یو ځل بیا په کې ژوند عادي کیږي او د داعش لخوا تعطیل شوي کارونه له سره پیلیږي.
داعشیانو په دې ولسوالۍ کې له تیرو دوو کلونو راهیسې د ګوزڼ او نورو امراضو په وړاندې د ماشومانو وقایوي واکسین هم منع کړی و. خو له سیمي نه رسنۍ وایي چې طالبانو یو ځل بیا د پولیو په وړاندې د مبارزې واکسن کوونکو ته اجازه ورکړې چې د طالبانو د اصولو په مراعات سره خپل صحي خدمات پيل کړي.
د جوزجان ولایت له دې ولسوالۍ څخه شاوخوا پنځه زره تنه اولسي خلک د داعش له ویرې کډوال شوي وو. چې د داعش له ماتې وروسته اوس زیاتره کډوال هم بیرته خپلو مېنو ته راستنیږي او په خپله سیمه کې ژوند له سره پیلوي.
طالبانو د درزاب ولسوالۍ هغه عالمانو ته چې داعش له دې سیمې شړلي وو هم اعلان کړی چې بیرته دې خپلو سیمو ته راشي، خپلې مدرسې دې فعالې او مساجد دې آباد کړي. درزاب د جوزجان په جنوب کې پرته هغه غرنۍ ولسوالي ده چې له تیرو دوو کلونو راهیسې یې واک د داعش په لاس کې و او اوس یې ډیرې سیمې د طالبانو تر واک لاندې دي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالسمیع
میلمه
عبدالسمیع

دا خو د الله ج شکر دی چې افغانستان داسې نران لري، که نه په داسې ګوډاګیانو خو والله که شل شي. د ما ویاړ یاستئ زه دې له تاسو صدقه شم زړه خو مې ډېر څه غواړي چې ویې لیکم خو ارمان چې وخت نیولی یم…

عبدالمنان
میلمه
عبدالمنان

داخو دا معني لري چه دغه دوه كاله ددنيا دكافرانو دجاسوسي نظام بند وو په درزاب كي ووس لاره ورته خلاصه سوه كه تاريخ ته فكر وكو هر ديني جماعت يا تولنه دحكمت او مصلحت په غچي غچي سويدي الله دي پر موژ خپل فضل وكي

عبدالمنان
میلمه
عبدالمنان

پكاردي چه داسي يو مضمون ددي لاري نشر نسي چه په هغه باندي كفار خوشحاله كيژي او مسلمانان خوابدي كيژي