افغانستان

دیني عالمانو د طالبانو په ملاتړ او اشغال پر ضد پریکړه لیک خپور کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵زمري، ۱۳۹۷ل): د بلوچستان ایالت په کچلاک ښار کې د یوې لویې غونډي وروسته د افغانستان دیني عالمانو پریکړه لیک خپور کړی، چې په کښي د امریکا او ناټو پر ضد روانه مبارزه جهاد بلل شوې او ملاتړ یې پر هر مسلمان فرض ګڼل شوی.

په پریکړه لیک کې ویل شوي چې دوی په افغانستان کې افغان شموله او سوچه اسلامي نظام غواړي، بهرنی پوځي یرغل د افغانستان د جګړې اساسي لامل یاد شوی او د امریکا، ناټو او نورو هیوادونو څخه یې غوښتنه کړې چې د افغانستان څخه دي خپل عسکر وباسي.

په پریکړه لیک کې د انډونیزیا او جدې غونډو پریکړې غندل شوي او ویل شوي چې د کابل ادارې په غوښتنه دغه غونډې فرمایشي بڼه لري او خپلواکه نه دي.

په پریکړه لیک کې د داعش په نامه پدیده او د سولې په نامه پرلتونه د امریکایانو دسیسه بلل شوې چې غواړي په افغانستان کې روانه جګړه لا هم اوږده کړي.

دغه پریکړه لیک چې یو شمیر دیني عالمانو لاسلیکونه هم باندي کړي دي، نن ټکی اسیا ته هم رسیدلی چی په لاندي ډول ۱۱ مادې لري.

د موجوده حالاتو په اړه د حضرت احمد امین جان مجددي صاحب تر صدارت لاندي د علماء کرامو او روحانیونو د لویې اجتماع پریکړه لیک:

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله الذي نور قلوب المؤمنین بنور الایمان و شرح صدور العارفین بانشراح الایقان و الصلوة و السلام علی محمد سید المرسلین و علی آله و اصحابه أجمعین. قال الله تعالی: يا أيها الذين آمنوا اتقوا الله وقولوا قولا سديدا. يصلح لكم أعمالكم ويغفر لكم ذنوبكم ومن يطع الله ورسوله فقد فاز فوزا عظيما. صدق الله العظیم موږ د افغانستان علماء، روحانیون او مشائخ د دې لویې غونډې په نمایندګۍ د افغانستان د موجوده حالاتو په اړه خپل شرعي موقف په لاندې ډول اعلانوو.

۱ــ موږ په افغانستان کې یو سوچه اسلامي‌ او افغان شموله نظام چې د افغانستان ټول اقوام ورپکې ګډون ولري، غواړو.

۲ــ په افغانستان کې د اشغالګرو امریکایانو او دهغوئ د متحدینو په ضد روانه مقدسه مبارزه برحق جهاد دی، حمایت او ملاتړ یې د هر مسلمان فریضه ده.

۳ــ له امریکا، د ناټو له غړو هیوادونو او ټولو هغو حکومتونو چې په افغانستان کې پوځیان لري، په کلکه غوښتنه کوو چې خپل پوځیان دې له افغانستانه وباسي، د دوی پوځي یرغل دلته د جګړې اساسي عامل دی، دوی باید افغانان پریږدي چې په خپل هیواد کې د اسلام له لارښوونو سره سم ازاد ژوند وکړي.

۴ــ په دې وروستیو کې چې په اندونیزیا، کابل او جده کې د علماء وو په نوم غونډې ترسره شوې او په افغانستان کې د اشغالګرو په ضد روانه مبازه او جهاد یې ناروا جګړه او فتنه وبلله، موږ دا ډول غونډې او پریکړې په کلکه ردوو، دا غونډې خپلواکه نه دي د امریکایانو او کابل ادارې د چارواکو په اشاره او غوښتنه ترسره کیږي.

۵ــ په ټولو هغو علماوو چې په یوه او بله پلمه تیر ایستل شوې او دکابل ادارې په غوښتنه د هغوئ لخوا په جوړو شویو او فرمایشي غونډو کې یې شرکت کړی، غږ کوو چې خپل اصلي رسالت دي ترسره کړي، د اشغالګرو او د هغوئ د لاسپوڅو شومو اهدافو او دسیسو ته دي‌متوجه شي، د کابل ادارې د چارواکو لخوا په جوړو شویو پروګرامونوکې په برخه اخیستو سره دي د عالم سپیڅلی نوم نه بدنامه کوي د اشغال په ضد دي د حق ناره اوچته کړي.

۶ــ له اسلامي‌کانفرانس نه مو غوښتنه ده چې د اسلامي‌امت په قضایاوو کې دي په خپلواک ډول رغنده رول ولوبوي دکفارو د فشارونو تر اثر لاندي‌دي‌نه راځي.

۷ــ د اسلام او هیواد دښمنان هڅه کوي چې د افغانستان د وروڼو قومونو تر منځ د قوم، ژبې او سمت تر نامه لاندي تفرقه او نفرت پیدا کړي او د تعصب اور بل کړي. همدا راز د هیواد د تجزیې کوشش کوي، دا ډول کړنې موږ ته هیڅ د منلو وړ ندي موږ د هیواد د ارضي تمامیت په تمامه معني‌دفاع کوو او په دې لار کې هر راز قرباني‌ته تیار یو.

۸ – علماء کرام په هیواد کې روان پرلتونه، د سولې په نوم کاروانونه او د داعش په نوم د وسلوالو ډلو راپيدا کیدل ټولې امریکايي پروژې ګڼي، اشغالګر غواړي له دغو لارو په افغانستان کې اشغال او جګړې ته دوام ورکړي.

۹ – د کابل ادارې په لیکو کې پر ولاړ ټولو دولتي‌منسوبینو، عسکرو، او پولیسو غږ کوو چې حقیقت باید درک کړي د اشغالګرو له چوپړ نه ځان را جلا کړي او د ازادي‌د لارې له مجاهدینو سره دي‌ملګري شي. همدا راز د اسلامي‌امارت له مشرتابه نه هم غوښتنه کوو چې د دعوت او جلب جذب کار ته دي‌پوره توجه وکړي ددښمن له لیکو راووتونکي کسان دی تشویق کړي تر څو د اشغالګرو له ملګرتیا لاس واخلي.

۱۰- دهیواد په ټولو اوسیدونکو، علماء کرامو، قومي مشرانو، متنفذینو، روشنفکرانو، محصلینو او بیلابیلو اقشارو باندې غږ کوو چې له کفري اشغال څخه د ګران هیواد دازادۍ لپاره د مجاهدینو همکاري وکړي. په لاس، ژبه او قلم سره دې جهاد وکړي او خپل مسؤلیت دې ترسره کړي.

۱۱ـــ په پای کې یو وار بیا په دې خبره تاکید کوو چې د متجاوزو کفري یرغلګرو په خلاف جهاد دیني فریضه دي. زموږ مسلمان ملت کله هم د کفارو حاکمیت نه دی منلی، بلکې همیشه یې د کفري متجاوزینو په وړاندې جهاد کړی دی. په افغانستان کې سوله یوازې هغه وخت راتلای شي چې بهرني اشغالګر له هیواد څخه ووځي او افغانان تر خپل منځ یو متحد اسلامي نظام جوړ کړي.

و ما علینا الا البلاغ
2018/8/5 م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بشیر احمد همدرد

ههههههه همیشه د پاکستان کرغیړن نظام او خلکو د افغانستان جنګ جهاد بولی او زمونږ د وطن ورانولو په ملاتړ فتوا ورکوی، داستی د پاکستان نظام او حاکمانو ته ښه ذیر شی چه ددوی کوم عمل د اسلام سره سمون غوری؟؟؟ ددوی ټول نظام د ابتدا څخه تر اوسه یهودی او انګریزی دی، هلته په ښکاره ډول بغیر د پیښور څخه نور ټول روژه خوری ، د پاکستان په هره سینما کی لوڅ فلمونه ننداری ته وړاندی کیږی، حرا منډی لری او د رادیو د لاری په ښکاره ډول د مسحیت دین ته تبلیغ کیږ او په نهایت سره د… نور لوستل »

بریالی "سعیدی"

مخکی به خلقو ویلی چی ګلمرجان نه منی خو وس باید ووایو چی سوله پاکستان نه منی او دهغوی غلامان نه منی

بریالی "سعیدی"

اسلامی نظام اول باید په پاکستان که جهاد علان وک‌ری ځکه هلته علنی پیشه خانی خلاص دی او سینما ګانو کی عملآ لوس فیلمونه چلیګی

غیرت

ماته خو داسی معلومیږی چی دا جلسه پاکستا جوړه کړی په کوټه کی پاکستا امریکا ایران او همداسی نوره کفری نړی داسلام دښمنان دی الله دی دوی کامیاب کړی

غلام حضرت

زه ددې غونډی او ګډونوالو د پریکړی په هکله کوم نظر نلرم خو دومره پوهېږم که د ګډون والو لاسلیکونه او امضاوی د ناټو د شیطانانو تر سترګو شی شاید خړه وکاږی ځکه دا لاسلیکونه داسی ښکاری لکه په مریخ کی تعبیه شوی کروز توغندۍ د کنداریانو خبره ( زه و ته یو) څوک دې توغندیو ته کونه ټینګولای شی؟ زموږ مشکل په دې کی دی چه دُعا او ښېرا مو دواړه نیمګړی دی. دُعا کوو چه مثلاً خدایه د اسلام لښکری بریالی کې خو دا تشخیص خپله کوو چه د اسلام لښکری کومی دی.دُعا کوو چه خدایه زما مور… نور لوستل »

عبدالولی(فهیم)

دا خو ښکاره خبره ده چی په افغانستان کی جهاد سل په سلو کی فرض جهاد دی ځکه کفری نړی یرغل کړی ده مسلمانان یی وژلی زمونږ هیواد یی وران اواسلامی نظام یی تر پوښو لاندی کړی دی او یو لاسپوڅی غلام حکومت یی مونږته را جوړ کړی دی څوک چی ددی جهاد نه منکر دی هغه له سره مسلمان ندی او فکرکوم چی ایمان ترینه کډه کړی.
په اشغال شوی هیواد کی ژوند کول داسی معنی ورکوی لکه یو بیناموسه او بغیرته ژوند د بیناموسه او بیغیرته ژوند نه مرګ بهتره دی.

عبدالله

هغوی چی پر حق دی الله پاک دی کامیاب کری اوهغه چی نا حقه دی الله دی وشرموی. یوه پوشتنه لرم که دی غلط جواب راکر په ورز د قیامت به دی دالله په حضور تر گریوان نیسم. پوشتنه: دا د مکی شریفی او مدینی منوری د مسجدونو امامانو دوارو وویل چی د افغانستان جنگ فتنه او ناروا دی او ته اوهغه د کچلاغ علماکرام وایاست چی فرض جهاد دی. حلال ته حرام ویل او یا حرام ته حلال ویل کفر دی. ته ووایه چی ته او د کچلاغ دغه علما کافران دی که د مکی او مدینی د مسجدونو… نور لوستل »

عبدالله

دقیامت په ورز به دالله په حضورکی ستاسو گریوان ته لاس دراچوم. زکه زما جواب چی د عبدالولی فهیم دپاره وو تاسی نه خپروی.
خیر یو. ۴۰ کاله بعد به ته خاین چلوونکی خو د الله حضور ته ورزی.

عبدالولی(فهیم)

عبدالله وروره سلامونه لګ ځان ویښ کړه ته تر اوسه خبر نه یی چی د سعودی ټول حکومت د امریکا تر چتر لاندی پر مخ ځی او دغه علما چی سعودی کی راټول شوی ول ستا غم ورسره ندی دا فرمایشی غوڼډه وه او د امریکا له خوا رابلل شوی وه هیڅ کوم مشروع اړخ یی نه دلروده او هاغه علما راټول شوی ول چی ټول درباری ملایان ول او درباری فتوا وی صادروی پدی خو یو عام سړی هم پوهیږی چی جهاد په افغانستان کی فرض دی ځکه زمونږ له خوا هیڅ ډول خطر کفری نړی ته نه وه… نور لوستل »

غلام حضرت

عبدالله وروره!
ستا د احساساتی پوښتنی په ځواب کی باید ووایم چه:
نه د حرمین امامان کافران یا مسلمانان دی نه د کچلاک مُلایان کافران یا مسلمانان بلکه دواړه د نړیوال شطرنج د درنو لوبو دانې او مُهرې دی. نه سوې پوه!
زموږ په وطن کی به سوله هله ټېنګیږی چه دا لوی استعماری خبیثان د غنیمت!! شوو او یرغمل شوو مالونو پر سر یو د بل سره جوړ راسی.

الحاج استاذ بیانزی

د مکی رښتونی علما د یهودو او صلیبیانو به واسطه لیری شوی او په ځای یی داسی علما ټاکل شوی لوړ معاشونه تر لاسه کوی چه اسلام ته کفر او کفر ته اسلام وایی ښه مثال یی د مدینی منوری حرم شریف په منبر کی ناست امام فتوی ورکوی چه که اسلامی حاکم ( مطلب یی د سعودی پاچاهان دی ) د تلویزون په کچه د ښځی سره په بربنډه د نیم ساعت دپاره علنی زنا وکړی هغه حاکم مجرم نه دی او حتی هغه حاکم ته به دا هم نه وایی چه تا زنا کړی که دومره یی مخکی… نور لوستل »

Back to top button
11
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx