fbpx

له لیري پرتو سیمو څخه د دولتي ځواکونو د پرشاتګ ترشا پرته لوبه

احمد مختار

په دې وروستیو کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو له پیلیدو سره سم دې شائعې زوراخیستی چې د طرفینو ترمنځ د لومړنۍ هوکړې په ترڅ کې دا توافق شوی چې له لیري پرتو سیمو څخه به دولتي ځواکونه پرشا او په عوض کې به یې هلته سمیزځواک (محلې ملیشې) ځای پرځای کیږي.

د دې طرحې د پلي کیدو لپاره عملا له یوشمیرلیري پرتو سیمو څخه د دولتي ځواکونو د پرشاتګ لړۍ پیل او د دفاع وزارت چارواکو د هغې په تائید سره ویلي چې دا کار د امریکايي طرحې په حیث نه ، بلکې د دفاع وزارت خپل ابتکار دی چې غواړي د لیري پرتو غیر ستراتیژیکو سیمو پر ځای خپلې امنیتي او دفاعي هڅې پرمهمو ښاري ستراتیژیکو سیمو متمرکزې کړي.

په دې کې هیڅ شک نشته چې دغه شان پریکړې د دولت له صلاحیته بهر او په قطعي ډول د امریکایانو په دستور تر سره کیږي.

په افغانستان کې د امریکا کلنی جګړه ییز لګښت چې اندازه یې ۴۵۰ملیارده ډالرو ته رسیږي هغه څه دي چې نور یې د امریکایانو لپاره تحمل ناشونی دی؛ ځکه یاد لګښت ډیر لوړ مبلغ دی چې په جنګي ساحه کې بي له هیڅ لاسته راوړنې لګول کیږي.

لاسته راوړنه یې ځکه نشته چې اصلا هغه په جنګي مصارفو نه لګیږي ؛ بلکې د جنګي لګښت په نوم د ګډ حکومت د فاسدو چارواکو لخوا غلاکیږي.

له لیري پرتو سیمو څخه د دولتي قطعاتو د پرشاتګ اهداف

امریکایان غواړي له لیري پرتو سیمو څخه د فاع وزارت د رسمي قطعاتو په پرشاتګ سره دوه هدفه تر لاسه کړي:

لومړی د جنګي مصارفو په نوم د ملي اردو د فاسدو چاراکو د غلا کنټرول.

دوهم : هلته د محلي ملیشو په جوړولو سره د افغانانو ترمنځ د کورنۍ جګړې لپاره زمینه سازي.

همدا اوس د افغانستان په ځینو ولایتونو په تیره غزني ولایت کې یوشمیر محلي وسله وال د پاڅونوالو په نامه د دولتي اداراتو لخوا تشکیل شوي.

که څه هم چې د هغوی شتون ډیر محدود او کمزوری دی خو سیمه ییزو خلګو ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی .

سرخوږی په دې معنی چې د هغوی تشکیل د دولت لخوا شوی مګر د دولت لخوا نه ورته پوځي لګښت ورکول کیږي او نه هم لوجیستیکي.

دوي سره له دې چې په دولتي تشکیل کې یې هیڅ ډول وظیفوي مسؤلیت نه دی مالوم ، د دولت تر کنټرول لاندې ساحوکې یې د امنیت راوستلو په پلمه پوستې جوړې کړي او د سیمې له خلګو څخه د خپل لګښت په پلمه هرڅه په زور اخلي.

هغوی د دې ترڅنګ چې له خلګو څخه خپل لوجیستیکي مصارف په زور اخلي پر هغه علاوه په غلاو ، شکونو او نورو اخلاقي مفاسدو کې لوی لاس لري.

دا چې یاد وسله وال کلیوال خلګ دي که د طالبانو لخوا هغوی وژل کیږي په سیمه کې د قومي بدبیني، نفرت او داخلي جګړو لامل کیږي او که همداسې پریښودل کیږي په سیمه کې د اخلاقي فساد او امنیتي مشکلاتو سبب کیږي.

امریکایان غواړي همدا طرحه په ټول افغانستان کې عملي کړي ، ځکه د دوی لپاره یې لاسته راوړنه ډیره زیاته او مالي لګښت یې ورته صفر دی.

دا خطرناکه طرحه بر سیره پر دې چې د دوی لپاره د جنګي مصارفو د کمښت لامل کیږي ، په تدریجي ډول د افغان جنګي (کورنۍ جګړې) د پیلیدو لپاره زمینه سازي هم ده.

له امریکایانو سره د طالبانو د مخامخ خبرو په درشل کې د دې طرحې د عملې کیدو اصلی لامل دادی چې د دې خطر ناکې طرحې هر ډول عواقب چې راځي د هغو مسؤل به طالبان وي ؛ ځکه د دې طرحې د توافق خبره د طالبانو او امریکایانو د مخامخ خبرو تر لومړی پړاو وروسته په سیمه کې عملې شوې ده، چې له بده مرغه د طالبانو لخوا یې تر اوسه هیڅ تر دید هم نه دی شوی.

طالبانو ته څه کول په کار دي؟

دا چې دې او دیته ورته تبلیغات د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د لومړي پړاو مخامخ کیدو وروسته رسنیو ته سرکړی ، نو طالبانو ته سره له اوسه په کار دي چې د دغه ډول خطرناکو دسیسو د پروخت شنډولو لپاره متوجه او هره شائعه پر خپل وخت د رسمي ادرس له مخې رد کړي.

که یې طالبان همداسي په اړه چوپ پاتي کیږي او د هر ملحوظ له مخې په هغه غبرګون نه ښیي په دې اړه د راتلونکي ناورین ټول مسؤلیت هغوی ته متوجه کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د