fbpx

په ګلابونو‎

ابراهیم صیاد

څه پوهیږي لیوني په ګلابونو
ښکلي نه کوي یاري په ګلابونو

خوشبویي پرې د زلفانو دو بالا شي
منور شي اننګي په ګلابونو

زمونږ چم ته په دې نښو باندې راشه
لګیدلي مردکي په ګلابونو

څاڅکي څاکي ویني څاڅي له ګل پاڼو
حاکمان مو دي ازغي په ګلابونو

د جنت د مستو حورو انتخاب شي
سیلۍ راشي د مرګي په ګلابونو

دې حالاتو په ټوپک باندې مین کړه
مینه نه کوي زلمي په ګلابونو

د شهید طالب مورکۍ نو ګلان څه کړې؟
ګلان کله څوک شیندي په ګلابونو

د صیاد چې هر یو تللی جانان یاد شي
د زړه مینه ماتوي په ګلابونو

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د