ازادۍ

الفت جان

مه مو ځوروه دخوشحالو نېټه راوښیه
سپینې ازادۍ ستا د راتلو نېټه را وښیه

بس ده درپه درشو ددې ستړی انقلاب غیږکي
نور دهوسا ژوند دتم کېدو نېټه را وښیه

راوړه خنداګاني دیتیم سپېرو شونډانو ته
ژرشه دیتیم دخندېدو نېټه را وښیه

کلي اوکورونه مو تیارو رانه اخیستی دي
کلي ته دسپینو سهارو نېټه را وښیه

وچي کړم دیدن دمجاهد طالب په مینه زه
هغه دوصال دڅو شېبو نېټه را وښیه

بیا چی پر وطن دشملورو سپین فوځونه شي
هرخوا ته دسپینو لښکرو نېټه را وښیه

وچی وزي غربیان په ټیټوسترګو نه زما له ملک نه
ماته دخپل ملک د جوړېدو نېټه را وښیه

ماته چی کړم تنـــــده پری دهر مســــلم
خوار الفت ته دښو شعرو نیټه را وښه یه

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د