په عبادت کې د سستوالي اسباب او د هغو درملنه

ژباړه: عبدالسمیع درانی

د ایمان کمزورتیا او په عبادت کې سستوالی اسباب لري، چې له درملنې مخکې باید وپېژندل شي. ځکه پېژندل یې د درملنې یوه برخه ده.

اسباب یې له الله تعالی سره د اړیکې کمزوري، په عبادت کې ټنبلي، له سست همتو کسانو سره یارانه، په دنیوي لذتونو کې زیاته غرقېدا او د دنیا انجام ته پام نه کول دي. چې پایله یې له الله تعالی سره په مخامخ کېدو کې د تیاري سستي ده.

په عبادت کې د سستي د حل لپاره ډیرې حل لارې شته، له دې جملې:

۱- له الله تعالی سره د اړیکې قوي کول چې دا چاره د قرانکریم تلاوت، د الله تعالی په صفاتو او افعالو کې تفکر او د هغه لویي ته پام کولو سره عملي کیږي.

۲- پر مستحبو عبادتونو همیشه والی، که څه هم چې کم وي. ځکه د سستي له اسبابو یو هم احساساتي او د زور چلند او کار دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم هم زیاتوالی او احساساتي توب نه خوښاوه. عایشه رضی الله عنها د رسول الله ص د عبادت په اړه وايي چې د هغه عمل دوامداره وو. خپله رسول ص وایي د الله په نزد ښه عمل هغه دی چې دامداره وي؛ که څه هم کم وي. که مسلمان غواړي چې پر سستي اخته نه شی؛ کم عمل دې په دوامدره توګه سرته رسوي، ځکه کم خو دوامداره عمل تر ډیرو خو موقتي عملو ښه دی.

۳- له نیکو او محرکو خلکو سره ناسته پاسته؛ ځکه باهمته دوست ستا همت لوړوي. او د سست کس له با همته سره یاري نه کیږي. نو کوښښ وکړه باهمته دوستان درسره ملګري کړه چې د علم په طلب او د الله تعالی لورې ته په دعوت کې زیار باسي. داسې دوستان تا عبادت کولو ته تشویقوي او نیکې لارې ته دې لارښوونه کوي.

۴- د با همتو کسانو د سیرت کتابونه لوستل؛ ترڅو د الله تعالی پر لور د حرکت لپاره ښې نمونې ولرې. له دې جملې دا کتابونه «علو الهمة» د شیخ محمد بن اسماعیل لیکنه او «صلاح الأمة في علو الهمة» د شیخ سید عفاني لیکنه.

۵- دعاء خصوصا د شپې په پای کې؛ چې الله تعالی ته رجوع وشي او له هغه نه د عبادت د کولو د توفیق غوښتنه وشي، الله تعالی یې هم مآیوسه نه پرېږدي.

له الله تعالی څخه ستاسو هدایت، او هغه څه چې دده رضاء پرې حاصلیږي ستاسو لپاره غواړم.

تبصرې (1)