د خیال ښاپېرۍ

شاعر: معصوم طالب

ارواه مې نوره ستړې ده په دغه توره شپه کې
وېرېږم کنه ګیر یمه په توره پنجره کې

دخیال ښاپېرۍ ځکه په خیالي دنیا کې تم ده
څو دغه رنګ زلمي یې دي ساتلي په سینه کې

دخیال دنیا ده ځکه په کړس کړس ورپکې خاندې
چې نه یې دي لیدلي لا دردونه په سینه کې

له رنګه خو ډیر خوږ یې شاید خوږ دې حقیقت وي
چې وبه ساتې زړه کنه! په پاکه حجره کې

ارواه مې ګنهګاره نه ده زه ورته مجرم یم
چې بند یم لا تر اوسه ستا دسترګو په حلقه کې.

په داسي نا لیدلو سترګو دومره راته ګران شوې
یرېږم چې دې نوم وانخلم رب ته په سجده کې

معصوم طالب دمېنې ازار ځکه په ملا نه وړي
چې ډیر ده دردیدلی په دې باب په دې صفحه کې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د