لوګر: په ازره ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶زمري، ۱۳۹۷ل):د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ باندي د طالبانو د تعرضي برید وروسته سخته جګړه روانه ده.

د لوګر د ولایتي شورا غړي عبدالولي وکیل رسنیو ته ویلي چې طالبانو تېره شپه ناوخته پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي چې له امله یې یو شمېر پوستو سقوط کړی او ولسوالي يې د سقوط سره مخ کړې ده.

نوموړي ویلي چې تر اوسه په جګړه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه دولتي عسکر وژل شوي دي.

بلخوا د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو رسنیو ته ویلي چې بهرنیو ځواکونو د دولتي عسکرو پر پوستو باندي بمبار کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۷ تنه عسکر ووژل شول او ۲ تنه نور ټپيان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې د ازره ولسوالۍ د صنم خیل او کټوال سیمو کې طالبانو پر پوستو بریدونه کړي دي چې له امله یې ۱۹ تنه اربکیان وژل شوي او ۶ تنه ژوندي نیول شوي دي.

نوموړي ویلي چې په دغې جګړه کې يې زیات شمېر غنیمتونه هم تر لاسه کړي دي.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې وویل چې جګړه اوس هم روانه ده، د دولتي عسکرو امنیتي خطونه مات شوي او طالبان د ولسوالۍ پر لور په حرکت کې دي.

د لوګر د ولایتي شورا غړي عبدالولي وکیل هم ویلي چې که ولسوالۍ ته عاجل ملاتړ نه ور ورسیږي، ولسوالي به ډیر ژر سقوط وکړي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د همدې ولایت د مرکز اړوند د بابوس په سیمه کې د دولتي عسکرو ویشتل شوی هاوان پر یوه کور لګېدلی وو چې له امله یې ۲ ښځي وژل شوي او ۷ تنه ماشومان ټپيان شوي وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د