لوګر: هوايي برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶زمري، ۱۳۹۷ل): د لوګر په ازره کې د بهرنیانو په هوايي برید کې ۱۵ پولیس او پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د لوګر د ولایتي شورا غړی عبدالولي وکیل وايي تېره شپه طالبانو د ازرې ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا پوستونه بریدونه پيل کړل، چې تر سهاره يې دوام وکړ.

هغه وايي بهرنیانو د هوا له لارې مرستې ته را ودانګل، خو په بمبار کې يې د پولیسو پوستې په نښه کړې، چې شاوخوا پنځلس پولیس او پنځه ملکي وګړي يې ووژل.

ځايي اوسېدونکي وايي چې طالبانو ګڼې پوستې نیولې او جګړه لا هم روانه ده.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې د دې ولسوالۍ په صنم خېلو او کټوال سیمه کې د اربکیانو د ټولو پوستو د سقوط خبر ورکړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي په دغه سیمه کې ټولې پوستې له منځه وړې او د اربکیانو له ډلې يې ۱۹ تنه وژل شوي او ۶ نور طالبانو ته ژوندي په ګوتو ورغلي.

د لوګر امنیه قومنداني د جګړې پخلی کړی او دعوه کوي چې دېرش طالب سرتېري يې وژلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د