فاریاب کې نږدې۳۰ عسکر د طالبانو تر محاصرې لاندې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶زمري، ۱۳۹۷ل): د فاریاب ځایي چارواکي وايي چې د دې ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د عامه نظم ۲۷ عسکر د طالبانو د ټوپکو تر شپېلیو لاندې دي.

اریانا نیوز د ځايي سرچینو په حواله وايي، دغه عسکر د دولت اباد او شیرین تګاب تر منځ د شیرین تګاب ولسوالۍ اړوند ساحه کې د طالبانو تر محاصرې لاندې دي.

د سرچينې په وینا محاصره عسکرو ګواښ کړی چې که مرسته ور ونه رسېږي، نو ژوندي به د طالبانو په ګوتو ورشي.

د ملي دفاع وزارت هم په یاده سیمه کې د ځواکونو محاصره منلې او دعوه کوي چې د خلاصون لپاره يې هڅې روانې دي.

سرچینه د دې وزارت په حواله وايي چې د محاصره عسکرو د خلاصون په پلمه يې ځانګړي ځواکونه سیمې ته لېږلي دي.

طالبانو د محاصره عسکرو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې نن د غزني په جغتو او د لوګر په ازره کې هم د طالبانو په بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د