طالب سرتېري د نظامي روزنې پر مهال

غزني کې د طالبانو بریدونو امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶زمري، ۱۳۹۷ل): د غزني ولایتي شورا وايي طالبانو تېره شپه د جغتو ولسوالۍ په قیاق سیمه کې پر پوستو بریدونه کړي او شپږ پوستې يې د اور خوراک کړې دي.

د غزني د ولایتي شورا رییسه لطیفه اکبري وايي، طالبانو تېره نیمه شپه په دې سیمه کې پر پوستو بریدونه وکړل.

د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکی او د ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري وايي په جګړه کې شاوخوا ۱۲ عسکر وژل شوي دي.

طالبانو هم د غزني په یاده سیمه کې د جګړې خبر ورکړی دی او ویلي يې دي، چې ۲۵ عسکر يې وژلي او ۱۶ نور مرګوني ټپي شوي دي.

دغه سیمه چې د رشیدانو ولسوالۍ د نقلیه امنیه قومندانۍ لپاره ځانګړې شوې وه، پکې یوه نظامي مرکز او پنځه پوستې موجودې وې، طالبان وايې دغه نقلیه امنیه قومنداني يې بشپړه له منځه وړې ده.

د غزني رشیدان، خوږیاڼي، زنخان او ناوه هغه ولسوالۍ دي چې له څو کلونو راهیسې يې مرکزونه ښار ته څېرمه پوستو کې ځای پر ځای شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې هم مهاله د لوګر په ازره کې د طالبانو د بریدونو تر څنګ د بهرنیانو هوايي برید هم ۱۵ عسکر وژلي دي او د فاریاب په شیرین تګاب کې بیا د ۳۰ عسکرو د محاصرې خبر ورکړل شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د