نړۍ
د تروریزم ضد محکمې دمشرف په ضد د نیولو حکم صادر کړ

مشرف چې په بې نظيرې د قتل په وخت کې د هیواد اولس مشر وو، تر اوسه یې د بينظیري د قتل په تحقیقاتو کې هیڅ یو رنګه تعاون نه دی کړی.
د راولپنډی د پولیسو پخوانی مشر چې اوس د پاکستاني حکومت په قبضه کې دی، ویلي چې ده د پرویز مشرف په امر سیکورټي چمتو کړې وه، دغه مشر په دې تور نیولی شوی چې ولي یې د بینظيري د جلوس سیکورټي سمه نه وه سمبال کړې..
مشرف چې دا ټوله تورونه رده وي، د کال 2009 راهيسي په برتانیا کې د جلا وطنۍ شپې او ورځي صبا کوي، او وايي چې د راتلونکي کال په انتخاباتو کې به بیرته هیواد ته را ستون شي..او په انتخاباتو کې به د خپل تنظیم سره ونډه واخلي.