د څرخي پله اووه کاله؛ هغه افغان سرتېری چې ولس پرې وياړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶زمري، ۱۳۹۷ل): د څرخي پله زندان له جوړېدو تر دا مهاله ډېری وخت پخپله خوفناکه غېږ کې هغه څوک ساتلي چې د وخت حاکم پرې د غدر، خیانت او قانون ماتونې جرم ثابت کړی وي، خو د دې زندان د پنجرو شاته داسې څوک هم شته چې د وخت حاکم خپل سرتېری باله، خو یوې پېښې يې ټول معیارونه تر پښو لاندې کړل.

عبدالصبور هغه افغان سرتېری چې اوه کاله وړاندې يې د ۲۰۱۲م کال جنورۍ کې چې د ۱۳۹۰لمریز کال د ژمې د لومړۍ میاشتې وروستۍ ورځ وه، پر فرانسوي یرغلګرو د ټوپک شپېلۍ ور واړوله، پنځه تنه يې ووژل او ۱۹ نور يې ټپیان کړل، هغه د افغان عسکرو له لوري ونیول شو، زنداني شو او دوو محاکمو پرې د اعدام حکم وکړ!

دغه ۲۸ کلن ځوان چې له اوو کلونو راهیسې په لاسونو کې زولنې ګرځوي، د کابل له ښاره ایله ۲۷ کیلومتره لرې د موسهي په چینو غونډۍ کې د نورمحمد په کور کې وزېږيد، ځوان شو، اردو ته لاړ او د ژوند په یوویشتم کال يې د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې فرانسوي عسکر تر تېغ تېر کړل.

sabur-plar

نورمحمد، د عبدالصبور پلار د هغه له تصویر سره

هغه له اوو میاشتو درد، ځورونې او شکنجې وروسته په محکمه کې د محاکمې مېز ته ودرید، لومړۍ محاکمې هم د اعدام وړ باله او دویمې هم پرې د تایید ټاپه ولګوله او دا ځوان يې پر دار د ځړولو لایق وباله.

هغه وخت، د جولای میاشت کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د عبدالصبور په ملاتړ لاریونونه وشول او د افغان حکومت دا پرېکړه يې بشپړه له انصافه لرې وبلله، له همدې سره په یوه کال کې د کندهار په زنګاواټ کې یو امریکايي عسکر د یوې کورنۍ شپاړلس غړي ووژل، خو امریکا ګواښ وکړ چې دا سړی تاسې نه شئ محاکمه کولی، بلکې په امریکا کې د امریکا حکومت پوی شه او د ده دا کړنه!

طالبانو عبدالصبور خپل نږدې ملګری یاد کړ او دا يې د نفوذي عسکرو د لړۍ یوه کړۍ یاده کړه، هغه وخت رویټرز د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې ولیکل: «د افغانستان اسلامي امارت په حساسو مرکزونو کې داسې کسان ګمارلي چې ځينو یې خپلې دندې ترسره کړې او نور فعالیت کوي.»

Sabur-

د عبدالصبور دا تصویر تازه له زندانه خواله رسنیو ته را وتلی

عبدالصبور فرانسه ماته کړه!

فرانسې د ناټو تر چتر لاندې ګڼ عسکر افغانستان ته رالېږلی و، چې ډېری يې د هېواد په شمالي ولایتونو کې مېشت و.

د عبدالصبور دې عمل، فرانسه ګوته په غاښ کړه او پر افغان عسکرو يې چې د دوی روزنې ته به يې ګونډې ماتې کړې و، ټول باور له صفر سره ضرب کړ.

دې پېښې د فرانسې د وخت دفاع وزیر ویرارډ لانګیت کابل ته راکش کړ او د فرانسې حکومت يې دې ته اړ کړ چې تر مخکې اعلان شوي مهالوېش وړاندې خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي.

عبدالصبور چې نږدې اوه کاله وړاندې يې ورور محمد اصف د هغه روغتايي وضعیت ډاډمن نه باله، د څرخي پله په زندان کې له روغتيايي ستونزو کړېږي.

په خواله رسنیو کې د هغه تازه تصویر ډېر لاس په لاس کېږي او زنداني ملګرو يې ټينګار کړی، چې هغه د افغان مسلمان ولس دعا ته اړتیا لري.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
توکل
میلمه
توکل

عبدالصبور صاب،ستا میړانی ته په دوه لاسی سلام، نشته داسی الفاظ چه ستا وستایو، زه پوره باوری یم چه هغه قاضی چه ستا د اعدام حکم یی وایه په خپل ضمیر او جدان که ستا متانت، غیرت او وطن پرستی ته پوره تسلیم وو، خو د وخت فرعون دی ته مجبور کړی چه ستا د اعدام حکم وکړی. لوی الله پاک د مل او ملګری شه.

عبدالولی(فهیم)
میلمه

الله پاک دی پری خپل غیبی رحم وکړی او د خدای لعنت دی په هغو قاضیانو شی چی پر دی اتل یی د اعدام حکم کړی وه اوس زمونږ هیواد یو اشغال شوی هیواد دی چی دکفر قانون پکی پلی دی او دا په نوم قاضیان خو هغه شرمیدلی او خدای وهلی خلک دی چی په قرآن کریم باندی قسم کوی او بیا چی ګوری هغه خاین او بی دینه انسان تری جوړیی او هغه کارونه کوی چی د اسلام ضد اعمال وی نو ددوی نه هیڅ د ښی پریکړی توقع نه کیږی هغه پریکړه به کوی کومه چی د… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه

الهي دا خو ستا له زمريانو څخه يو رښتينی شين زمری دی. نو الهي ته يې د د روغتيا او خوشي کېدو لاره چاره برابره کړه تاته خو هر څه آسان دي.

محمد
میلمه
محمد

الله جل شانه دی دده جهاد قبول کړئ او ده ته دي ټول حاجتونه ور آسانه کړئ او ټول د اسلام د ښمنان دي الله متعال دده په برکت ناکامه او شرموئ –