ظاهر خان هم په انګلستان تجارتي سیالیو کې واخیستل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان نولس کلنې لوبډلې ځوان لوبغاړی او تکړه سوکه لیګ سپین توپ اچونکی ظاهر خان په انګلستان تجارتي سیاليو کې واخیستل شو.

د انګلستان تجارتي لیګ سیالیو «لنکاشایر» لوبډلې د ظاهر خان اخیستل د سیالیو تر پایه له ځان سره منلي او زیاته کړې یې ده چې دوی د نوموړي لپاره خوشاله دي چې ددوی د توپ اچونې لیست یې نور هم قوي کړ.

۱۹ کلن ظاهر خان په یاده لوبډله کې د شاملیدو په اړه پخپلو څرګندونو کې ویلي چې نوموړی په یادو سیالیو کې د ګډون لپاره ډير خوشحاله دی، او زیاته کړې يې ده چې دا یې ارمان و د انګلستان په تجارتي سیالیو کې ولوبیږي.

ظاهر خان غواړي د نړۍ سترو توپوهونکو پر وړاندې خپله توپ اچونه وازمویي، نوموړي زیاته کړې چې د نړۍ د غوره توپوهونکو پر مخ توپ اچونه وکړي تر څو خپله وړتیا په نړیواله کچه ثابته کړي.

پر چاینا مین مشهور ځانګړی سوکه توپ اچونکي د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې یو له تکړه لوبغاړو څخه دی چې د نوموړي په غوره توپ اچونه د افغانستان لوبډله د ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ورسېدله.

نوموړی په ۲۰۱۸م جنوري میاشت کې په هند تجارتي سیالیو کې د راجستان رائلز لوبډلې لخوا واخیستل شو خو د سیالیو له پېل نه وړاندې نوموړی ټپي شو او ونه توانېد په هیڅ کومه لوبه کې ګډون وکړي.

د یادونې وړ ده چې په انګلستان تجارتي سیالیو (ویټالیټي بلاسټ) کې راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن هم له وړاندې لوبیږي، چې په یادو سیالیو کې تر دې دمه ښه ځلیدلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د