fbpx

بالاخره راشد خان په انګلستان تجارتي سیالیو کې وځلېد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ لوبډلې تکړه سوکه توپ اچونکی راشد خان له تیرې یوې میاشتې راهیسې په انګلستان تجارتي سیالو کې لوبیږي چې بالاخره یې خپل جادويي توپ اچونه ژوندۍ شوه.

که څه هم راشد خان په یادو سیالیو کې له پېله ښه توپ اچونه کوي خو دده په زړه پورې توپ اچونې یې لوبډلې ته ډيرې بریاوې نه دي ورکړي، همدا لامل دی چې د نوموړي نوم د څه مودې لپاره نه یادیده.

خو له تېرې یوې اوونۍ راهیسي د نړۍ لومړی مقام لرونکی توپ اچونکی په یادو سیالیو کې خپله جادويي توپ اچونه پېل کړې ده، چې په تېرو دریو سیالیو کې یې ۷ ویکټې ترلاسه کړې دي.

راشد خان د یکشنبې په ورځ په پنځم آګست د «سم ریسټ» لوبډلې پر وړاندې پخپلو ۴ اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې او ۳ مهم لوبغاړي یې وسوځول، خو بدبختانه لوبډلې یې د ۱۶۹ منډو دفاع ونشوه کړای.

له هغې وړاندې د راشد خان لوبډلې د «ګلاوسیسټر شایر» لوبډلې پر وړاندې په ۲۰ اورونو کې ۱۲۷ منډې جوړې کړې وې، ددې کمو منډو په دفاع کې راشد خان په ۴ اورونو کې یوازې ۱۴ منډې ورکړې او ۲ مهمې ویکټې يې واخیستې، خو په توپوهنه کې له ناکامۍ او د نورو غوره توپ اچونکو په نه درلودلو یې سیالۍ کې ماتې وخوړه.

راشد خان د سسیکس لوبډلې سره د تړون معاهده د لوبو تر پایه وغزوله، خو نوموړی به د آیرلینډ پر وړاندې او د اسیا جام سیالیو لپاره له خپلې ملي لوبډلې سره یوځای کیږي.

د راشد خان لوبډله په یادو سیالیو کې په دویم یعنې سویلي ګروپ کې له نهو لوبډلو څخه په ۶م نمبر ده، یاده دې وي چې د ویټالیټي بلاسټ سیالۍ د جولایي میاشتې په ۴مه نېټه پېل او د ستمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه پای ته رسیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د