fbpx

که په ننګرهار کې هم داعشیان محاصره شي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

په شمال کې د طالبانو لخوا د داعش تر تصفیې وروسته خبري رسنۍ رپوټونو ورکويي چې طالبان اوس په ننګرهار کې د هغوی د تصفیې لپاره پوځي احضارات نیسي.

دری کاله وړاندې افغانستان ته د داعش تر رارسیدو له مخه طالبانو په یوه اوږده لیک کې د داعش مشرتابه ته په افغانستان کې د عدم مداخلې خبر داری ورکړ، خو داعش ورته اعتناء ونه کړه او د هیواد په ځینو سیمو کې یې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې خپل فعالیت پیل کړ.

چې د هغوی فعالیت هم له امنیتي لحاظه اوهم له مذهبي لحاظه د افغانانو لپاره ډیرې ستونزې را ولاړې کړي او هغه ستونزې د دې لامل شوې چې طالبان یې د داعش خلاف پوځي مقابلې ته مجبور کړل.

د طالبانو او داعش ترمنځ لومړنۍ وسله واله مقابله د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې تر سره شوه چې په نتیجه کې یې تر یوه ورځ په کمه موده کې هلته ځای پرځای شوی ټول داعشیان د طالبانو په لاس له منځه ولاړل او یاده سیمه په مکمل ډول تري تصفیه شوه.

د سږکال له پیله په کنړ او لغمان کې هم طالبانو د داعش خلاف پوځي عملیات تر سره کړل چې د داعش په حمایت کې له امریکايي بمبار سره سره طالبانو وکړای شول د هغوی تر واکمني لاندې سیمې ونیسي.

د داعش خلاف د طالبانو فیصله کوونکې جګړه تیره اونۍ د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې وشوه چې د یادې ولسوالۍ په لاندې کولو سربیره یې په سلګونو داعشیان مړه ، ژوبل او ژوندي ونیول..

کوم وسله ول چې د طالبانو تر محاصره لاندې یې مرګ او اسارت یقیني و د امریکایانو په دستور د دولتي ځواکونو د پوځي الوتکو په وسیله وژغورل شول.

په شمال کې د دولتي څرخکو په وسیله د داعش ژغورل هغه احتمال په یقین بدل کړ چې د دې پروژې تر شا امریکايي ملاتړ دی او له ابتداء نه هم شمالي سیمو ته داعش وسله وال د امریکايي حمایت په مټ رسول شوي وو.

په افغانستان کې د داعش د ظهور له پیله تر اوسه پوري طالب وسله والو له هغوی سره مواجهې ته ځکه زړه نه ښه کاوه چې ویل به یې هغوی هم مسلمانان او له طالبانو سره یواځي فکري او تنطیمي مخالفت لري، خو په ننګرهار کې د داعش په ملاتړ د امریکایانو بمباري او په شمال کې د پوځي څرخکو په وسیله د هغوی ژغورل د داعش د راپیدا کیدو په اړه پټ رازونه افشاء کړل.

اوس خبره دا ده چې که په ننګرهار کې هم داعشي وسله وال د طالبانو په مقابله کې تر محاصره لاندې راځي ایا هلته به یې هم دولتي ځواکونه ژغوري او دولت ته د تسلیم شویو افرادو په نوم به یې په پوځي څرخکو کې خوندي سیموته لیږدوي؟

ننګرهار هغه سیمه ده چې تیرکال امریکايي ځواکونو د بمونو مور دا داعش ځپله په پلمه هلته استعمال کړ، او د سږکال له پیله داعش د جلال اباد ښار پر ښونځیو، صحي مرکزونو او نورو ملکي تأسیساتو باندې د بریدونو په ترڅ کې خواوشا ۳۰۰ ولسي کسان مړه و ژوبل کړل.

خو که هلته هم د طالبانو په بریدونو کې د داعش محو کول یقیني کیږي دا به پر ټولو هغو تشکیلاتو باندې د طالبانو پریکنده بریالیتوب وي کوم چې امریکایانو تر مختلفو نومونو (اربکیان، داعشیان ،سنګوریان ،پرلتیان) لاندې د هغوی په مقابل کې را پیداکړي، چې خامخا به یې امریکایان او د هغوی تحت الحمایه حکومت د ژغورنې لپاره خپلې ټولې هڅې کاروي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د