fbpx

محاصره عسکر: وژل شويو ملګرو مو بوی کړی؛ څوک يې نه وړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷زمري، ۱۳۹۷ل): د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې د ملي اردو لسګونه محاصره عسکر وايي، له څو میاشتو راهیسې يې مړي او ټپيان په مرکزونو کې ورته پراته دي او د سخت بوی له لاسه پېلوټ هم د مړو لېږد ته زړه نه ښه کوي.

د دې عسکرو له ډلې یو تن ازادي راډيو ته د تلیفون په کرښه وویل، چې له دریو میاشتو راهیسې د طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې دي.

هغه وویل: «کله چې شهیدان بوی واخلي، له هغه بعد بیا دوی راشي چې انتقال يې کړي، هغه پېلوټ يې هم نه انتقالوي وايي دوی بوی اخیستی دی، بعضي وخت يې صلیب سرخ وړي.»

دوی له لوږي هم شکایتونه کړي، یو بل تن يې یادې سرچینې ته وویل، څو میاشتې کې يې غوښه په سترګو نه ده لېدلي او د ولسوالۍ ټول مامورین خپلو کورونو ته تللي دي.

هغه وویل، نه امنیه قومندان، نه ولسوال او نه هم بل دولتي مامور پاتې دی، یوازې دوی د طالبانو تر محاصرې لاندې شپې ورځې سبا کوي.

یو تن يې په خبرو کې وویل: اشرف غني خبر دی، وزارت خبر دی، ټول خبر دي، خو هیڅ نه کوي.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بیا د دې عسکرو خبرې بې اساسه بولي او دعوه کوي چې یادې ولسوالۍ ته د هوا له لارې اکمالات کوي.

رادمنش وویل، دوی هسې د تلیفون خبرو ته خوشاله دي او ځان مشهوره کوي، کنه زموږ چورلکې اوس هم هلته شته.

دا په داسې حال کې دی چې د روزګان چنارتو ولسوالۍ دوه ورځې وړاندې طالب ځواکونو ونیوله او پر مرکز ترینکوټ يې د محاصرې کړۍ تنګه کړې ده.

د روزګان د مرکز او شپږو ولسوالیو تر منځ غځېدلې ټولې لارې د طالبانو په لاس کې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د